په خوست ولايت کې دوري دمياشتې په ١٥نېټه دچنارڅلورمه دوديزه مشاعره دپسرلني ماښام په غېږه کې دجرګوکورپه انګړ کې په داسې حال کې ترسره شوه ،چې په خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي سربيره ،دپلازمينې کابل څخه راغليوسترو علمي اوفرهنګي شخصيتونه ،استاد حبيب الله رفيع،دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دسترې محکمې غړي محمدعمرببرکزي،سلاکار وزيرحاجي ګل احمدزي ،دسيمه ييزو مطالعاتو دمرکز مشرغفورلېوال ،دپژواک خبري اژانس مشردانش کړوخيل ،دافغانستان دعلومو اکاډمۍ مرستيال عبدالجليل ترين ، پوهاندميراحمدګربز،پوهاندسيدقيوم شاه باور،څېړنوال اکبرجان فولاد،ډاکټرخوشحال روهي ، ډاکټرکمال سعادت،دهېوادملي سوداګرو،ملي سندرغاړو،دملکي ،نظامي ادارو مسوولينو،منسوبينو،قومي مخورو مشرانو،ديني علماء کرامو،استادانو اوددغه ولايت په لسګونو ،شاعرانو،ليکوالانو،دمدني ټولنوغړواوپه سلګونو نورو مينه والو په خپل ګډون سره جوړې مشاعره شانداره کړې وه.
مشاعره دعزيزملنګ لخوا دمبارکوايتونو په تلاوت سره پيل شوه ،ورپسې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ګډنوالوته اغېزمنه پرانيستونکې وينا وکړه ،نوموړي دهېواد له ګوټ ګوټ څخه راغليومېلمنوته دښه راغلاست ترڅنګ وويل:دچنار دوديزه مشاعره ولسونوته دسولې ،امن ،ترقۍ ،پرمخيون اودځوان نسل دښې روزنې پيغام استوي اوددغه مشاعرې په چوکاټ کې دخوست ولايت هراړخيزه انځور دهېواد دنورو ولايتونو شاعرانو ،ليکوالانو او اديبانوته وړاندې کيږي،ده وويل چې ټول شاعران ،ليکوالان ،اديبانو اومينه وال بايد دخپل هېواد دجوړونې ،رغونې ،سولې اوثبات لپاره دعامه پوهاوي له لارې فکري رغونې ته ملاوتړي ترڅو زمونږ ځوان نسل د نورو پرمختللوهېوادونو دنسلونوپه شان په هره برخه کې اتل اوسيال شي ،خوست والي په ليکوالانو ،شاعرانو ،اديبانو او شننونکو باندې غږ وکړ چې دخپلې پوهې ،قلم ،فکر اومنطق څخه په ملت جوړونه اوهېوادجوړونه کې ګټه پورته کړى ،دټولو ناروا تبليغاتو ،غلطو تحليلونو او نورو نارواکړنو پرضددعلمي اومنطقي مبارزې بيرغ را اوچت کړى.
ښاغلي نعيمي په خپلو خبرو کې په خپلو خبروکې ځينو ويب پاڼوته اشاره سره وويل :چې له پښتوژبې سره په تړلو ويب پاڼوکې بايد ديو اوبل پرضد دبې بنسټه تورو تبليغاتو مخنيوى وشي اوټول ليکوالان او شننونکي بايد داسې ليکنې وکړي چې دافغان مظلومو ولسونولپاره په کې داميدونو ،هيلو او نوي ژوندزيري پراته وي .ده زياتوله که چيرې په ځينوپښتو ويب پاڼو کې دليکنو له لارې دشخصيت وژنې لړۍ دوام پيداکړي پښتوژبې اوهويت ته به ډير زيات زيان ورسوي.
نوموړي دخپلې ويناپه وروستۍ برخه کې چنار مشاعره دځوانانو داستعدانو دروزنې لپاره وړغونډه ياده کړه کوم چې په کې به دډيرو ځوانوشاعرانو استعدادونه څرګند اوپياوړي شي.
دخوست ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس امين شاه الفت هم خبرې وکړې ،په خپلو خبروکې يې په دې وروستيوکې په خوست ولايت کې دفرهنګي فعاليتونو اوکلتوري خوځښتونوپه تړاو معلومات وړاندې کړل ده وويل چې په دې وروستيودوه کالونوکې دخوست ولايت فرهنګ پال والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په ځانګړي نوښت اوپاملرنې سره دعلمي اوفرهنګي پانګې دبډاينې په برخه کې ډيرزيات کارشوى چې دغه لړۍ به نوره هم پراختياپيداکړي.
دهېواد سترعلمي اوفرهنګي شخصيت استادحبيب الله رفيع په خپلو خبرو کې دپښتو ژبې دشفاهي اوليکل شويو ادبياتوپه تړاو خبرې وکړې ،نوموړي وويل دوديزې کلنۍ مشاعرې چې اوس مهال دهېوادپه بېلابېلو ولايتونوکې په مختلفونومونوسره جوړيږي داټولې په واقعيت کې دپښتوژبې دکلتوردبډاينې لپاره دپام وړاغېزمنې هڅې اوکړنې بلل کيږي،نوموړي زياتوله چې دپښتوژبې په تاريخ کې ډيرعلمي توکي اوادبي ټوټې له همداسې غونډو ،ولسي ناستو اوټولنيز ژوندانه څخه راپيداشوي اودوخت په تيرويدويې پرمختګ کړى دى .استاد رفيع لويه پکتيا دادبياتو په تاريخ کې دشفاهي ادب دزيرموڅخه ډکه سيمه وبلله او ويې ويل چې دلويې پکتياپه غيږه کې دپښتو ادب دبډاينې ډيرې سرچينې پټې دي ده په ټولو ليکوالانو،اديبانو اوشاعرانوباندې غږ وکړچې دخپل اتل ،ولس ،وېښ افغان ملت ،متمدن اومترقي هېواد لپاره فکري مبارزه وکړي.
دسيمه مطالعاتودمرکز مشرغفورليوال خوست ولايت ته دهېواد له وتلو علمي ،فرهنګي شخصيتونو اواستادانوسره په راتګ خوښي څرګنده کړه اوپه دغه ولايت کې يې دژونددڅلي پرانيسته دژوند ژغورنې ترټولو ستره اغيزمن ګام اويوځانګړى نوښت يادکړ،ده وويل په خوست ولايت کې دژوند ددنګ څلي پرانيستل ټولو ولسونوته داپيغام ورکوي چې مونږ بايد ژوند ورکړو خو ژوند وانه خلو،دنوموړي په خبره ټول افغانان بايد خپل ژوند اومبارزوته ارزښت ورکړي ،دوينو بهيدو بلکې ټولو بې عدالتيو اوبدمرغيودمخنيوي په موخه سره يوشي.
ښاغلي غفورلېوال په خپلو خبروکې ادب دانساني ذهنيت دبدلون لپاره سترفکري ځواک ياد کړ اودادب دلارې لارويان يې دبشري دذهنيت دمثبت بدلون لپاره وهڅول له دوى يې غوښتنه وکړه ترڅوپه افغانستان کې دخپلو ولسونو دفکرونو دجوړولولپاره کاروکړي اوپه خپلو شعرونو اوليکنوکې خلکوته مثبته روحيه ورکړي.
له خبرو وروسته دزاهدشاه انګار په شعرسره دمشاعرې لړۍ پيل شوه چې دسيمې ډيرى ځوانو شاعرانو په کې خپل شعرونه او غزلونه دمشاعرې برخوالوته وړاندې کړل دټولو شاعرانوپه شعرونو کې دسولې ،امن ،يووالي ،ترقۍ ،تمدن ،هېوادجوړونې ،فکرجوړونې اودژوندانه دنورو اساسي اصولوسره تړلي پيغامونه نغښتي وو چې دمشاعرې دټولو ګډونوالو لخواپه خوښيو اوخوشحاليوسره بدرګه شول.دچنارپه څلورمه دوديزه کلنۍ مشاعره کې تمثيلي پارچې ،دهېواد دتکړه سندرغاړولخوا ملي سندرې هم وړاندې شوې چې دمشاعرې فضاء يې لارنګينه کړه ديادونې وړده چې دچنارکلنۍ دوديزه مشاعره دځينو سيمه ييزو ټلويزيونونو اوراډيوګانوڅخه په ژوندۍ توګه خپريدله.