لوى کندهار په ځانګړي ډول د کندهار ولايت د افغانستان لپاره په سياسي، اقتصادي او نظامي ساحه کې مهم ارزښت لري، په دغه سيمه کې د هېواد د ارضي تماميت ساتونکي، د ملي يووالي بنسټ ايښودونکى، د هېواد تاريخ جوړونکي، علما او ملي شخصيتونه پيدا شوي او روزل شوي دي، د کندهار ملي مشرانو نه يوازې کندهار او افغانستان په خپل وخت کې له تجزيې او د پرديو له يرغل، ظلم او سياسي لاسوهنو څخه ساتلى بلکې افغانستان ته يې د هېواد پر ځاى د امپراتورۍ حيثيت ورکړى و، د لوى کندهاره څخه د لسګونو او سلګونو ملي او نړېوالو شخصيتونو له ډلې څخه احمد شاه بابا او ميرويس نيکه هغه شخصيتونه دي چې افغانان يې اوس هم نومونه له ډېره ګرانښته پخپلو اولادونو ږدي او له بل لوري د دوى له کارنامو سره نه يوازې اوسني ګاونډي هېوادونه پوره آشنايي لري، بلکې تاريخ يې په نړۍ کې په زرينو تورو ثبت او لرغوني تاريخ پوهان يې په اړه پوره معلومات لري.
مګر اوسمهـال له بده مرغه د هېواد په کچه لوى کندهار نسبت نورو سيمو ته په ناوړه حالت کې قرار لري، له يوې خوا جګړې او چاودنو کله نا کله اولس خوا بدى کړى وي او کله کله د قومي مشرانو ترور او اختطاف اولس په ويره کې اچولى وي، همدارنګه ځينې نورې ډېرې دسيسې نا خوالې موجودې دي چې د کندهار رنګ يې بدل کړى، دا هر څه د هېواد د دښمنانو په لمسون او د افغان ضد تبليغاتو په ترڅ کې د ګوتو په شمېر کسانو او يا ډلو له لاسه کېږي او دا لړۍ لا دوام لري، که د اوسنيو ګډوډيو او نا آراميو عاملين که د لوي کندهار خلک وي او يا بهرنيان، مګر دوى نا پوه دي، تالي څټي دي او د هېواد د تاريخي دښمنانو په ناچيزه تطميع سره په لوى کندهار کې ګډوډي جوړه وي، دوى پخپله د خپلې سيمې شاهکارونه زيانمنوي، يو وخت به د کندهار مشرانو د هېواد ملي کرښې ټاکلي، د اولس له غوښتنو سره سم يې د ملي موضوعاتو په ټاکلو او په لاره اچولو کې لومړيتوب درلود، مګر اوس په لوى کندهار کې روان ناوړه حالت ملت ته د زغملو او تحمل وړ نه دى، د کندهار په درد ټول ملت دردمن دى، لکه څومره چې لوى کندهار د سياسي، نظامي حالت او جغرافيوي موقعيت لپاره افغانستان او افغانانو ته د ارزښت او قدر وړ دى، لکه څومره چې د لوى کندهار تير تاريخ د ملت لپاره د افتخار وړ دى، همدومره دښمنان همدغسې سيمې ته متوجې دي او د هر ډول امکاناتو په وسيله غواړي چې همدغه سيمه ناکراره وساتي تر څو خپلې شومې ګټې تر لاسه کړي او هلته ستونزې لا وپړسوي. خو د کندهار ناکراري او ستونزې يوازې د ولايت ستونزه او ربړه نه ده، بلکې ملي ستونزه ده او بايد ور سره ملي غبرګون وښودل شي.
ټول ملت بايد د کندهار د ژغورنې او ثبات په اړه په متحد ډول غږ پورته او عمل په کار واچوي، کيداي شي څوک په دې ونه پوهېږي چې د کندهار ستونزه د ملت ستونزه ده په افغانستان کې ټول ميشت قومونه او ولايتونه د انسان د وجود په ډول يو له بله سره نښتي، درد او خوښي يې سره شريکه ده، د يوې سيمې درد او خوښي هرو مرو په بل موقعيت کې تاثير اچوي او په دي تاثير باندې هر فرد د خپلې پوهې او تجربې د کچې په انډول پوهېدلاى
شي. نړېوالو او کورنيو ځواکونو کـال وړاندې د کندهار د ستونزو د لرې کولو په موخه د عمومي عملياتو پلان درلود، خو ملي او عمومي ګټو ته د ممکنه زيان پر اوښتو سره عمليات بيرته لغوه شول. داسې نه چې يو ځلې بيا په کور دننه د شور ماشور، ډزو، توپونو غږونه واورېدل شي او وينه تويه شي، په هېواد کې د ټولو قومونو مشرانو او ملي شخصيتونو ملي مسؤوليت دي چې د کندهار د ستونزې د مخنيوي لپاره په کره غښتلې، ملي برنامه کار وکړي، په يوه خوله شي او له دولت او ځايي چارواکو سره د اولس د هوساينې د راوستو په برخه کې همغږي رامنځته کړي، د کندهار اولس ته د ژوندانه په برخه کې آسانتياوې رامنځته کړي، د جګړې او وژنې روحيې په عوض کې ورته د مينې او آبادۍ انګيزه ورکړي. خو يو ټکى ته بايد پام وکړو چې د لوى کندهار غيرتي اولس بايد تر نورو زيات د کندهار په امن، ثبات او سمسورتيا کې سهيم شي
ځکه چې دوى نه يوازې د لوى کندهار په ابتکاراتو کې نوم لري بلکې د هېواد تاريخ د دوي په زيار او ميړانه اولس ته خوښي وربخښلې ده.