کور / هراړخیز / د بدخشان ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د بدخشان ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د بدخشان ولایت د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د چین هیواد، جنوب ته یې د پاکستان تر ولکې لاندې د پښتونخوا قبایلو سیمې، شمال ته یې د تاجکستان هیواد او لویدیځ ته یې د تخار، پنجشیر او نورستان ولایتونه موقعیت لري.
 
د بدخشان ولایت چې د هېواد لومړۍ درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 860,300 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د فیض آباد ښار دی او په مرکز سربیره 27 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له پاوان، راغستان، کوهستان، شهربزرګ، کوف آب، خواهان، شکی، نسی، مایمی، شغنان، خاش، بهارک، شهدا، وردج، جرم، یمګان، کران منجان، زیباک، اشکاشم، واخان، ارګو، درایم، تشکان، تګاب، کشم، ارغنجخواه  او یفتل پایان څخه عبارت دي.
 
د بدخشان په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
 
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
 
د 1390 کال ښوونیز حالت
په 1390 کال کې د  بدخشان  په ولايت كې په ټولیزه توګه 640 بابه تعلیمي موسسو د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 605 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 25 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 3 بابه دارالعلوم، 21 بابه دیني مدرسې، 1 بابه دارالحفاظ)  8 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې ، 2 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات وو.
 
د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 318,863 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 10,636 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
 
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې  25,420 تنه د سواد د زده كړې په 45 بابه كورسونو كې د 734  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
 
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د بدخشان په ولايت كې د 9,305,516 امريكايي ډالرو په ارزښت 174 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 118 پروژې بشپړې شوې او 56 پروژې تر کار لاندې دي.
 
په 1390 کال کې د بدخشان ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 6,679 تنه وو چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.
 
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:
د بدخشان په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، د تشکیل کموالی، د لارو سختوالی، ښوونکو ته په خپل وخت د تنخواوو نه رسیدل او د یو شمیر تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
 
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…