د ولسمشر حامد کرزي د يوه فرمان پر اساس د هيواد څلورو ولايتونو ته نوي واليان ټاکل سوي دي.
د دې فرمان له مخي ډاکټراکرم خپلواک د فراه، طاهرخان صبرى د لوګر، اميرمحمداخندزاده د روزګان او عبدالجبار حقبين د سرپل د واليانو په توګه ټاکل سوي دي.
د فراه نوى والي ډاکټراکرم خپلواک چي د روح الامين پر ځاى ټاکل سوى، څو کاله دمخه د پکتيکا د والي په حيث کار کړى، خو په وروستيو کلونو کي پر کور ناست وو، کومه رسمي وظيفه يې نه درلوده.
د لوګر نوى والي طاهرخان صبرى، چي د جنرال عتيق الله لودي پر ځاى ټاکل سوى، تر دې دمخه د خوست مرستيال والي پاته سوى دئ.
د روزګان نوى والي اميرمحمد اخندزاده، چي د محمدعمرشيرزاد پر ځاى ټاکل سوى، د هلمند د مرستيال والي په حيث يې کار کړى دئ. نوموړى د مشرانو جرګې د انتصابي غړي او د هلمند د پخواني والي شيرمحمد اخندزاده ورور دئ.
د سرپل والي عبدالجبار حقبين د سيدانور رحمتي پر ځاى ټاکل سوى دئ. د سيدانور رحمتي پر ضد د سرپل اوسېدونکو څو مياشتي دمخه پرله پسې مظاهرې وکړې او انور رحمتي يې په اداري او اخلاقي فساد تورن کړ.
د يادو سويو ولايتونو پخوانيو واليانو ته تر اوسه د نورو دندو د ورسپارلو اعلان نه دئ سوى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه