د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٦٧ م سوغات
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي
٣١:- تقوا ډېر شريف عمل دئ.
٣٢:- تر ټولو مقبول عبادت هغه دئ چي پټ وي.
٣٣:- بهترين کارونه هغه دي چي اعتدال ته نژدې وي.
٣٤:- د خلکو تر منځ سوله راوله که څه هم په درواغو سره وي.
٣٥:- ځواني د لېونتوب يوه څانګه ده.
٣٦:- برکت له مشرانو سره وي.
٣٧:- غوره ځوان هغه دئ چي د سپينږيرو په ټولنه کي ناسته کوي او بد سپينږيرى هغه دئ چي د ځوانانو پېښي کوي.
٣٨:- احمق د حماقت په سبب اکثر وخت له ناکاره خلکو متضرر کېږي.
٣٩:- د احمق مرکچي نه وتښته که غواړى چي ګټه در ورسوي، ضرر در رسوي.
٤٠:- پرهېزګار سړى هغه دئ چي په خپل سود او زيان حق ووايي.
نور بيا…………..