د کابل ورځپاڼو د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ نن په خپلو ګڼو کې د هېواد په ختیځ کې د وسله والو د…
د کابل ورځپاڼو د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ نن په خپلو ګڼو کې د هېواد په ختیځ کې د وسله والو د ځای پر ځای کیدو په اړه هم پراخ بحثونه کړي. حمید مهمند ورځپاڼو ته لنډه کتنه کړې.
محور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې په نورستان کې د سلګونو وسله والو او د دوی د کورنیو ځای پر ځای کیدل په افغانستان کې د تاوتریخوالي لپاره د پاکستان نوې لوبه ده.
ورځپاڼې لیکلي، چې له دغو وسله والو د بیرته ستنېدو ټول امکانات اخستل شوي، څو دا باوري شي، چې دوی به د مرګ تر بریده په افغانستان کې جګړه وکړي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو جلا مطلب کې لیکلي، چې د نورستان په برګ مټال او کونړ ولایتونو کې تر ډیره پاکستاني طالبان ځای پر ځای شوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې دغه طالبان نه یوازې ځایی خلک له خپلو کورونو وباسي، بلکه په خلکو د خپلې خوښې اسلام هم تطبیقوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د نورستان ځایي امنتیي چارواکي هم له دې حالته په اندیښنه کې دي او له مرکزي حکومت نه یې غوښتي، چې د دغو وسله والو د شړلو لپاره دې مرستندویه ځواک دوی ته واستوي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې اکثره هغه وسله وال، چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې ځای پر ځای شوي؛ د پاکستان د تحریک طالبان غړي او مشران دي.
ورځپاڼه لیکي، چې د صوات ملا فضل الله، د باجوړ مولوي فقیر او د مهمندو د ایجنسۍ عبدالولي د تحریک طالبان هغه مشران دي، چې له خپلو سلګونو وسله والو سره نورستان ته راوښتي دي.
ورځپانې لیکلي، چې اکثره دغه کسان د پاکستاني پوځ د فشارونو له کبله افغانستان ته راتښتیدلي او کله نا کله له همدې ځایه د پاکستان په سرحدي سیمو حملې هم کوي.
د افغانستان په ختیځ کې د وسله والو د ځای پر ځای کیدو دا خبرونه په داسې حال کې حال کې خپاره شوي، چې د امریکا سفیر خبرداری ورکړی، چې له افغانستان څخه باید د بهرنیو ځواکونو په ایستلو کې بیړه ونشي.
سرنوشت لیکلي، چې رایان کراکر له ″سي. ان. ان″ ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې هېواد یې باید له افغانستان څخه د ځواکونو د ژر تر ژره ایستلو لپاره د کیدونکو غوښتنو په وړاندې باید مقاومت وکړي.
ورځپاڼه لیکي، چې د امریکا سفیر په دې باور دی، که په دې برخه کې بیړه وشي، نو طالبان او القاعده به یو ځلې بیا په افغانستان مسلط شي.
خو هیواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان هله خوندي کیدای شي، چې افغان ځواکونه پیاوړې کړای شي.
ورځپاڼې لیکلي، چې په کار ده، نه یوازې د افغان ځواکونو شمیر او روزنې ته پاملرنه وشي، بلکې دوی په پرمختللو وسلو هم سمبال شي، څو وکولای شي، چې په یوازې توګه د ګواښونو په وړاندې مقابله وکړای شي.
ورځپاڼې د ټوکیو او شیکاګو غونډې، چې په روان کال کې جوړیږي د افغان ځواکونو د پیاوړې کولو لپاره د مرستو د جلبولو په هدف ښه فرصتونه بللی.