کور / تازه خبرونه / د حضرت صبغت الله مجددي استعفا دکابل په ورځپاڼو کي

د حضرت صبغت الله مجددي استعفا دکابل په ورځپاڼو کي

د کابل ورځپاڼو نن د خپل بحث یوه برخه د سولې د عالي شورا د مشر د ټاکلو په برخه کې وروستیو پرمختګونو او په دې برخه کې شتو ستونزو ته ځانګړې کړې، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.


سرنوشت:


سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک کې لیکلي، چې حضرت صبغت اله مجددي د دې لپاره، چې د سولې د عالي شورا مشر و نه ټاکلې شو، له خپلو ټولو دولتي دندو استعفې ورکړې.


ورځپاڼه لیکي، چې د ښاغلي مجددي له دفتر نه په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې ولسمشر کرزي پدې اړه د جهادي مشرانو غوښتنو او خپله د حضرت صاحب خیر غوښتونکو نظرونو ته پام ندې کړې او حضرت صاحب دا ځانته سپکاوې بللې.


ورځپاڼې ددې اعلامیی له مخې لیکلي، چې ښاغلي مجددي خپله نه غوښتل، چې ددې شورا مشري واخلي، بلکه ددې شورا د غړو او جهادي مشرانو د بیا بیا ټینګار له امله یی د ولسمشر په وړاندې دا غوښتنه ومنله.


ویسا:


ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي، چې حضرت صبغت اله مجددي د روانې میاشتې په اوومه نیټه خپله استعفی ولسمشر ته وړاندې کړې، خو ورځپاڼې دا نه دي لیکلي، چې د نوموړي استعفی منل شوې او که نه.


خو ورځپاڼې د جمهوري ریاست د سرچینو په حواله لیکلي، چې ولسمشر هڅه کوي، چې د سولې د عالي شورا د مشر په ټاکلو کې ملي ګټې او یووالي په پام کې ساتلو سره پریکړه کول غواړي.


د ښاغلي مجددي له خوا دا استعفی په داسې حال کې وړاندې شوې، چې د سولې د عالي شورا د مشر د ټاکلو په اړه لا پریکړه نه ده اعلان شوې او ورځپاڼې د ولسمشر د ویاند په حواله لیکلي، چې دا کار به ډیر ژر وشي.


د ورځپاڼې په وینا د سولې د عالي شورا د پوسټ لپاره حضرت صبغت اله مجددي، پیر سید احمد ګیلاني او د استاد رباني زوی صلاح الدین رباني کاندیدان دي.


ملي باور:


ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا د سولې د عالي شورا د مشر په ټاکلو کې ځنډ زیان اړونکې بللې او سپارښتنه یی کړې، چې حکومت باید پدې برخه کې ژر اقدام وکړي.


ورځپاڼې لیکلي، چې د مشر نه موجودیت نه یوازې د سولې د عالي شورا دننه ځینې ستونزې زیږولي، بلکه له کله راهیسې، چې استاد رباني وژل شوې ددې شورا کارونه په ټپه ولاړ دي.


ورځپاڼې دا ویره هم څرګنده کړې، که پدې برخه کې ژر اقدام ونشي او د سولې هڅې په ټپه ولاړې وي، نو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته نه یوازې جګړې به دوام ولري، بلکه افغان حکومت به هم له زیاتو فشارونو سره مخ وي.


ورځپاڼې په ورته وخت کې حکومت ته دا سپارښتنه کړې، چې د شورا لپاره باید یو داسې مشر وټاکي، چې ملي شخصیت وي او په رښتیا د سولې پلوي وي.