د روزګان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د ماين په يوه چاودنه کي درې د پرمختيايي شورا غړي وژل سوي او دوه نور ژوبل سوي دي.
د چارواکو په وينا چي ياد کسان تېره ورځ د ګېزاب اولسوالۍ په اړونده سيمو کي هغه وخت ووژل سول چي کله ئې د سپرلۍ موټر پر ماين وخوت او ياده مرګ ژوبله ئې رامنځ ته کړه.
په دې اړه تر اوسه وسله والو خپله څه نه دي ويلي.