په جنوب ختيځ زون كې د ملي اردو چارواكي وايي چې د خوست او پكتيكا په ولايتونو كې يې د پلټنو پرمهال پنځه شكمن كسان نيولي دي.
په ګردېز كې د دوه سوه درې تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر وياند مستك خان وايي چې ځواكونو يې د پكتيكا ولايت په زيړوك ولسوالۍ كې د ورځې لخوا عمليات كړي چې په پايله كې يې درې شكمن كسان نيول شوي دي.
وياند زياتوي چې له دغوكسانو سره يې يوشمېر وسلې هم نيولي دي.
همداشان د نوموړې قول اردو چارواكي زياتوي چې د خوست ولايت په تڼيو ولسوال كې يې هم د پلټنو پرمهال دوه شكمن كسان نيولي دي.
خبر ځاى زياتوي چې يادشوي كسان يې د كشفي راپورونو په بنسټ چې نيول دي او په خبره يې دوى ته اطلاع وركړل شوې چې دغه كسان د دولت له مخالينو سره اړيكې لري.
بل لور ته د خوست په صبريو ولسوالۍ كې ايتلافي ځواكونوته په بار وړونكو موټر نو بريدشوى چې له امله يې يوموټر سوځول شوى او چلوونكى يې ترې تم شوى دى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه