هلمند كې د (فاطمه بيات) په نامه د ميندو او ماشومانو روغتون پرانستل او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت بى كفايتي!
د كال 1390 ﻫ ش د كب (حوت) په 22 نېټه، د هلمند په لشګرګاه كې، د ميندو او ماشومانو د كتنې او درمل هغه 50 بستريز روغتون پرانستل شو چې د بنسټ ډبره يې يو كال مخكې، د بيات بنياد مشر انجينر احسان الله بيات، د عامې روغتيا وزېري ډاكټر ثريا دليل، د هلمند والي محمد ګلاب منګل او د لشكرګاه د خلكو يو شمېر مشرانو اېښې وه. دا روغتون چې په تېر يو كال كې بشپړ شوى، د عمليات خونه، د نويو زېږدلو ماشومانو د ساتنې خونه، د ميندو له پاره 50 كټونه، درملتون، د OPD يا د ورځنيو معايناتو او تداوي خونه، د كنفرانسونو يا مجالسو سالون، پخلنځى، عصري تشنابونه، د اوبو او برېښنا سيستونه او د اړتيا وړ ټول وسايل او تجهيزات لري.
دا روغتون چې د هلمند د ښځو په غوښتنه، د عامې روغتيا د وزارت په موافقه او د هلمند د چارواكو په معنوي مرسته، د بيات بنياد له خوا جوړ شوى، په هلمند كې د ميندو او ماشومانو د كتنې، بستر او معالجې لومړنى اختصاصي روغتون دى چې د كب په 22 د بنياد د مشر له خوا، د هلمند ښځو او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ته ډالۍ شو. ښاغلى بيات په دې مراسمو كې وويل چې هيله ده چې له دې روغتون څخه په سمه توګه ګټه واخستل شوي.
د كب په 22 د بيات بنياد هيات د كام اير الوتكي په واسطه لشكرګاه ته ورسېد. له هلمند او لشكرګاه څخه تل د جګړو، چادونو او پرهرونو خبرونه اورېدل كيږي؛ خو اوس وضع داسې نه ده او ډېر مثبت بدلونونه ليدل كېداى شي. لشكرګاه اوس هوايي ډګر لري، الوتكي ورځي، ښار ډېر لوى شوى، سړكونه ټول ډمبر دي، د خلكو كورونه د كجكي په برېښنا روښانه شوي، تعليمي موسسې د هېواد د بچيانو په روزلو بوختي دي او داسې ښكاري چې هلمند د بدلون په حال كې دى او هيله ده چې يوه ورځ د ټول افغانستان د وجود د يوې برخې په توګه د آرام سا وباسي او د نوي عصر له غوښتنو سره سم د پرمختګ له كاروان سره مل شي؛ البته دا خبره په دې مانا نه ده چې په هلمند كې هر څه سم دي او خلك هيڅ ستونزې نه لري. نه په هلمند كې په سلګونو او زرګونو داسې ستونزې شته چې په افغانستان كې يې يوه پاكه، حساب وركوونكي، مدبره، متخصصه او مسلكي اداره يې لرې كولاى شي او بس!
په هر صورت د بيات بنياد د هلمند د ودانولو په روانه پروسه كې د برخې اخستنې په موخه، وړم كال پرېكړه وكړه چې د هلمند د ميندو او ماشومانو له پاره يو عصري روغتون جوړ كړې. ورته كارونه په بلخ، سرپل، فارياب، باميان، ننګرهار، ګرديز، ډايكندي او بهسود كې شوى و؛خو دا ځل د هلمند د ميندو او ماشومانو وار و چې يو روغتون ورته جوړ شي او بيا به د زابل نوبت راځي.
د نړۍ د روغتيايي شاخصونو په جمله كې د افغانستان شاخصونه ډېر د اندېښنې وړ وي. د جاپان د خلكو منځنى عمر 86 كاله دى؛ خو افغانان په 46 – 47 كلنى كې مري. د سويډن هره مور په ټول ژوند كې يو ماشومام زېږوي؛ خو په افغانستان كې دا شمېر له شپږو لوړه دى. ښكاره خبره ده چې ډېر بچيان لوړ كورنى اقتصاد غواړي چې د دوى د زده كړې، استوګنې، ورزش او تفريح امكانات. برابر كړي. د متحده عربي اماراتو هر وګړى په كال كې په منځنى توګه 30000 ډالر عايد لري؛ خو دا اندازه په افغانستان كې 500- 800 ده. په افغانستان كې په يو لك هغه ښځو كې چې ماشومان زيږوي، 1600 مري چې دا په نړۍ كې ډېر لوړ رقم دى. په افغانستان كې 40% خلك د فقر له نړيوالې كرښې څخه لاندې ژوند كوي، له 5 كلنى څخه 40% كمكي ماشومان نارمل وزن نه لري او ډېرې داسې نورې ستونزې چې بايد حل لارې ورته وموندل شي، خلكو ته روغتيايي آسانتياوې برابرې شي او خلك په دې وپوهول شي څنګه ژوند وكړي او څرنګه خپله روغتيا ښه او سالمه وساتي؟
د لشكرګاه په غونډه كې د بنياد مشر انجينر بيات حاضرينو ته وويل چې موږ د همدې آسانتياوو د برابرولو په نيامت، دلته دا 50 بستريز روغتون جوړ كړ او هيله يې وښوده چې دولت، نړيوالې موسسې او د افغانستان نور مستعد پانګه وال هم ورته ګامونه پورته كړي او خلكو ته د روغتونونو د ودانيو او تجهيزاتو د برابرولو په برخه كې خپل رسالت سر ته ورسوي. ده وويل چې د افغانستان خلك ډاكټر، نرس، قابله، معياري درملو، لابراتوارونو، طبي معلوماتو او لارښوونو ته سخته اړتيا لري چې بايد ورته برابر شي.
په لشكرګاه كې (د فاطمه بيات) د 50 بستريز روغتون د پرانستلو په غونډه كې د هلمندي ښځو او نجونو برخه اخستنه ډېر د ستاينې وړ وه. 15 – 20 پيغلې چې سپينې چپنې يې اغوستې وې او د افغانستان د درى رنګه ښايسته بيرغ له ټوكر څخه يې پوړني جوړ كړې وو، دې غونډې ته ځانګړې ښكلا وربښلې وه. دوى ورغلي هيات ته ويل چې هر كله راشئ، هلمند ستاسو خپل كور دى، موږ رڼا، يووالي، پوهي او پرمختګ ته اړتيا لرو او چمتو ياستو چې د خپل هېواد له پاره شپه او ورځ كار وكړو!
خو په غونډه كې د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت د مشرانو نشتوالى ډېر د خواشيني وړ وو. دې غونډې ته له كابله د عامې روغتيا د وزارت هيڅ چارواكى هم نه و ورغلى. هلته يوه هلمندي ځوان وويل چې دا چارواكي ولې دوبى او تاجكستان ته منډې نه وهي چې هلمند ته راشي او له هلمند والو سره په يوه ټغر كيني!
د بيات بنياد مشر انجينر بيات هم پخپله وينا كې د غونډې حاضرينو ته وويل اجازه راكړئ چې د هېواد د عامې روغتيا وزارت له مشرانو څخه ګيله وګړم. ده وويل چې موږ پنځه ورځې مخكې د روغتيا وزارت مشرانو ته د لشكرګاه د روغتون د پرانستلو مكتوب استولى و او له دوى څخه مو غوښتي وو چې په دې مراسمو كې برخه واخلي او حتي د الوتكي ټكټونه مو هم ورته ريزرف كړي وو؛ خو يوه ورځ مخكې دې حضراتو اطلاع راكړه چې وزير يا معين او يا كوم لوى رييس لشكرګاه ته نشي تلى!! ښاغلي بيات وويل چې دا واقعاً د خواشنيى خبره ده. يو څوك، يو پانګه وال، يو افغان په جنګ ځپلي هلمند كې د ميندو او ماشومانو له پاره 50 بستريز روغتون جوړوي او د روغتيا وزارت ته يې د سوغات په توګه سپاري؛ خو د دې وزارت مشران حتى د افتتاح په مراسمو كې برخه نه اخلي!
دا ډېره رښتيا خبره ده چې كه دولتي مشران او چارواكي د ملي پانګه والو د هغه كار مرسته او ملاتړ ونكړي چې دوى يې د ټولنيزو خدماتو د وړاندې كولو په برخه كې سرته رسوي، څوك به په افغانستان كې كار ته ښه زړه كړي او څوك به څنګه خپله شخصي پانګه د ټولنيزو او عام المنفعه كارونو له پاره په مصرف ورسوي؟
د غونډې په پاى كې ښځو او نارينه وو د روغتون ودانۍ او وسايل وليدل او هيله يې ښكاره كړه چې د هلمند د روغتيا رياست دې د ودانۍ او وسايلو د ساتنې او خفظ و مراقبت په برخه كې جدي واوسي او اجازه دې نه وركوي چې دا هر څه له څو مياشتو وروسته له كاره لوېدلي او عبث شوي وي!
د دې ښايسته ورځې ماسپښين مهال چې هلمند ته د بيات بنياد ورغلى هيات بېرته كابل ته روانېدونكى و، د غوڼدې ډېرو برخه والو ښځو او نارينه وو غوښتنه كوله چې له هلمندوالو سره دې د انساني مرستو دا لړۍ جاري وساتل شي. په بدل كې هيات د نورو مرستو ژمنه وكړه، د غونډې حاضرينو ته يې د نوي كال مباركي وويله او هيله يې وښوده چې نوى كال دې د ټول افغانستان له پاره د سولې، امنيت، ورورولۍ، ابادۍ او پرمختګ كال وي!
په پاى كې دا خبره د يادولو وړ ده چې بيات بنياد په افغانستان كې لومړنى راجستر شوي خيريه موسسه ده چې هڅه كوي چې د هېواد په ګوټ – ګوټ كې بيوزله خلكو ته مرستې ورسوي او د خداى (ج) په مرسته هيله من دى چې په دې انساني دنده كې ټول افغانستان خپل كور وبولي.
په افغانستان كې د بيات بنياد د ځينو كارونو لست دا دى:
په مزار شريف كې د (صالحه بيات) يو سل او پنځوس بستريزه ولادى – نسايي روغتون، د دايكنډي په نيلي كې د (زهرا بيات) ولادي – نسايي روغتون، د فارياب په ميمنه كې د (مريم بيات) نسايي – ولادي روغتون، د ننګرهار د تورى بوړې نسايي – ولادي روغتون، په سرپل كې د (بيات) كلينيك، د پكتيا ولايت په ګرديز كې د (بيګم ګوهر تاج بيات) د مور او ماشوم شل بستريزه روغتون، د ميدان وردګ ولايت د بهسود په حصه اول او مركز كې د (شرين تاج) او (بى بى خيرى ګل) په نامه د مور او ماشوم دوه (دېرش بستريزه) روغتونونه، د كابل د استقلال په روغتون كې د مړو د ساتلو خونه، د باميان پوهنتون د نجونو ليليه (مريم بيات)، په سيغان كې د څښلو د اوبو څاګان، د هرات په پالنځي كې د (زهرا بيات) ليليه، د سمنګان په خرم او سارباغ كې 14 كيلومتر غرنى سرك، د حضرت سلطان د ولسوالۍ د اوبو پروژه، په كنړ كې د سيد جمال الدين افغان كتابتون، د كابل په چندوال كې د فاتحې سالون، په لوګر او پلخمري كې جوماتونه، په كابل پوهنتون كې د كمپيوټر او انترنت خونې، د وردګو په سيد آباد كې د (بيات) د جرګو سالون، د پروان او د كابل په ګذرګاه كې ورزشي ستديومونه، د ژورناليزم پوهنځى د محصلينو له پاره درسي ستديو او داسې نور.
په دې كارونو سربيره همدا اوس د هېواد په بېلا بېلو برخو كې د نورو خيريه پروژو كارونه په بيړه روان دى چې ژر به يو په بل پسې پاى ته ورسيږي او د افغانستان د خلكو خدمت ته به وړاندې شي.