په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر له سي ان ان ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي دي، که موږ ستړي شوي یو؛ القاعده او طالبان ستړي شوي نه دي.
کراکر همدا راز ویلي دي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې نه باید بېړه وشي.
ده زیاته کړې: ٫٫ هېواد یې باید له افغانستان څخه د ژر تر ژره وتلو غوښتنو پر وړاندې مقاومت وکړي او پرې نږدې، چې یو ځل بیا طالبان او القاعده پر افغانستان مسلط شي.٬٬
همدا راز د برېټانیې د ډيلي ټېلېګراف ورځپاڼې د راین کراکر له خولې لیکلي دي، القاعده اوس هم په افغانستان کې شتون لري او که چېرې لوېدیځ وغواړي له لسو کلونو وروسته افغانستان پرېږدي القاعده به واک تر لاسه کړي او دا ځل به یې یوازې د برید موخه واشنګټن او نیویارک نه وي؛ بلکې د لوېدیځ پر نورو ښارونو به هم برید وکړي.
د راین کراکر د دغو څرګندونو او د امریکايي چارواکو څرګندونو ترمنځ لوی واټن لیدل کېږي.
په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما، چې پر خپلو ټاکنیزو سیالیو بوخت دی په وار وار یې ویلي دي، چې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي، چې د خپلې دغې څرګندونې پخلي لپاره یې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د لېږد له لړۍ څخه یادونه کړې ده.
بل لور ته بیا د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا وايي، چې افغانستان د وسله والو طالبانو پر ضد د پرمختګ په حال کې دی. پانیټا همدا راز ویلي دي افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد د نیمايي نفوس امنیت ساتي، د دې مانا دا ده چې د امریکا له لوري د امنیتي مسوولیتونو د انتقال ستراتیژي بریالۍ ده او په نهایت کې به د ټول افغانستان امنیتي چارې افغانان په غاړه واخلي.
همدا راز امریکايي چارواکو په وار وار ویلي دي، چې القاعده شبکه یې ځپلې ده او دوی خپلې موخې ته، چې د دوی په آند د القاعدې شبکې ځپل دي رسېدلي دي.
د امریکايي چارواکو ضد و نقیض څرګندونې د څه لپاره؟
په سیمه کې د امریکا ستراتېژي، چې سرچینه یې د لوی منځني ختیځ طرحه دا ده، څو په دغې سیمې کې د نامعلومې مودې لپاره شتون ولري. له دغه شتون سره امریکا غواړي له یوه لوري خپل رقیبان؛ لکه روسیه، چین، ایران او حتی پاکستان مهار کړي او له بل لوري د سیمې له طبیعي زېرمو څخه په مستقیمه توګه ګټه پورته کړي.
بلخوا بیا ۲۰۱۴ زېږدي کال نږدې کېدونکی دی؛ هغه کال، چې ټاکل شوې د افغانستان ټول امنیتي مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي او لګښت به یې هم د نړۍوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا پر غاړه وي. له ۲۰۱۴ زېږدي کال څخه وروسته د افغان ځواکونو د لګښت اټکل کابو څلور ملیارډه ډالره اټکل شوی دی، چې دغه اټکل هم د لوېدیځو هېوادونو په ځانګړي توګه د امریکا له لوري شوی دی.
امریکا منلې ده، چې له ۲۰۱۴ زېږدي کال څخه وروسته به د دغو مرستو کابو پنځوس سلنه د افغان دولت په واک کې ورکړي؛ خو د پاتې مرستې په اړه به د شیکاګو په ناستې کې پرېکړه وشي.
اوس مهال د امریکا سفیر په خپلو دغو څرګندونو سره غواړي، څو د ناټو غړي هېوادونه وهڅوي، چې د دغو مرستو پاتې برخه د افغان دولت په واک کې ورکړي.
امریکا په افغانستان کې د خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستنې سره توانېدلې، څو یو شمېر افغانان هم د ځان ترڅنګ ودروي او هر هغه څه، چې امریکا یې غواړي پر دغو افغانانو یې پلي کړي.
یو شمېر هغه افغانان، چې امریکا پر پله یې پل ایښی دی هم په دې باور دي؛ که چېرې امریکا له افغانستان څخه ووځي، نو له یوه لوري افغانستان به یو ځل بیا پر کورنۍ جګړې اخته شي او له بل لوري به وسله وال طالبان واک ته ورسېږي.
کراکر په دغو څرګندونو کې ویلي دي، چې اوس هم په افغانستان کې القاعده شتون لري. که چېرې په افغانستان کې واقعاً القاعده شتون ولري، بیا ولې امریکا یې پر وړاندې ګام نه پورته کوي؟ ولې امریکا نه ده توانېدلې، چې په تېرو لسو کلونو کې القاعده له منځه یوسي؟ آیا امریکا دلته د القاعدې ځپلو لپاره راغلې ده؟ که د بل کوم څه په لټه کې ده؟.
د نورو امریکايي چارواکو په وینا امریکا القاعدې ته ماته ورکړې؛ خو د کراکر په وینا القاعده شتون لري. د امریکا دولت غواړي، څو د خپلو چارواکو له لارې په داشان څرګندونو سره له یوه لوري د افغان ولس د حساسیت کچه معلومه کړي او له بل لوري د خپل شتون لپاره، چې د نا معلومې مودې لپاره به افغانستان کې وي لاره هواره کړي.