د ښوونځۍ د پنځم ټولګي په پیل کې د ښوونکي او ټولګیوالو پر ځای د ټانک او ټوپک کوربه شوم. د لوبغالو پر ځای په غرونو او میرو ولوبیدم او د همزولو او ټولګیوالو د ترانو پر ځای مې د بمونو او ټوپکو نغمې اوریدلې. د کتاب پر ځای مې له ټوپک او د قلم پر ځای مې له کارتوس سره سروکارشو. خو ددې ټولو بدمرغیو سره سره بیا هم زه د ښه قسمت خاوند وم او د کړاوونو په څپو کې راسره مهربانه پلار د پردیسۍ او غریبۍ ژوند ته ملا وتړله او د زړه په وینو یې یو ځل بیا د ښوونځۍ تر انګړه پورې راوستلم او زما په هغه ګوتو یې راته قلم راکړ چې د کلاشنکوف او بړي په ماشه عادت او روې شوې وې. د الله شپې ورځې تیریدلې او د ۱۲ ټولګي څخه راووتلم ، خوښ وم او نوي امیدونه مې هم را وټوکیدل. خو وخت راسره ملتیا ونکړه ؛ یو ځل بیا د لوست او لیک له درشله بهر او د جهاد په ډګر ورګډ شوم. لنډه دا چې زما او کتاب تر منځ واټن را منځ ته شو. دا چې څنګه او په کوم ډول؟ یو ډیر اوږد داستان دی او دلته یې یادول وړ نه بولم. له موضوع څخه به لرې نه ځم او په اصلي ټکي به را وڅرخو:
د جمهوري حکومت له راتلو سره سم ماته د ماموریت په څنګ کې یو فرصت په لاس راغی او په دې وتوانیدم چې د خپلو مړاوو امیدونو غوټیو ته یو ځل بیا اوبه ورکړم. نو د لوړو زده کړو لپاره مې د پوهنتون دروازه پرانیسته ، خپلې زده کړې مې پکې بشپړې او د پوهنتون څخه فارغ شوم. خو لامې هم امیدونه پوره نه وو؛ ځکه ما غوښتل چې خپلې زده کړې پخې او تر هسکو پوړونو پورې پکې لاړ شم.
ما به چې کله هم قدرمن مشر ښاغلی حاجي صاحب دین محمد (د کابل پخوانی والي) د پوهنتون په انګړ کې د ماسټرۍ د دورې له چپټرونو سره ولید نو تل به مې خپل نیمګړی ارمان ته تسل ورکاوه ، چې که د خدای خوښه وه هغه ورځ لرې نه ده چې زه هم دغه چپټرونه له ځان سره ولرم.
همدا وو چې په تیرو شپو کې د کابل پوهنتون ادارې جار وواهه چې ګواکي د کابل پوهنتون (زموږ په اند دا هغه ځای دی چې د هیواد د عدالت او سمون د بنسټ خښتې پکې تراشل کیږي) په پام کې لري چې د ماسټرۍ پروګرام پیل او نوي محصلان ورته جذب کړي. نو ددې خبر له اوریدو سره سم د امید په نیلي سپور شوم تر څو د ماسټرۍ باغچې ته ورننوزم. خو هی افسوس چې قسمت راسره یوه خوله نه ؤ دا ځکه چې نه والي وم، نه د وزیرصیب خپلوان، نه کوم ارزښتناک رئيس او د څلویښتو ملګرو سره مې هم اړیکه یا پیژندګلوي نه درلوده نو……
کله مې چې د ماسټرۍ د فورمې د لاس ته راوړلو هڅه وکړه نو په اداره کې چا راته وویل چې په ماسټرۍ کې هغه خلک برخه اخیستی شي چې عمر یې له ۳۵ کلونو څخه کم وي. نو ما ورته په ځواب کې وویل چې ګوره قدرمنه وروره دغه سږ کال زما تر سترګو لاندې داسې خلکو د ماسټرۍ پروګرام په همدغه پوهنتون کې پای ته ورساوه چې عمر یې له ۶۰ شپېتو کلونو څخه هم لوړ ؤ او ما خو لا تر اوسه په څلویښتو کلونو باندې هم ګام نه دی ایښی او بل دا چې تاسې زما د تحصیلي دورې پایلې وګورئ چې په خورا لوړه نمره مې ځان راایستلی دی. او له دې سره سره د انقلاب ښکار شوي نسل ته تاسې په کومه سترګه ګورئ؟ په ځواب کې یې راته وویل :
ورور جـــــــــــــانه، دا قانون دی!
ما بیا خپله خبره غبرګه او د ده په دغه خبره مې نیوکه وکړه!
هغه په زیږه لهجه راته ویل : غواړې چې قانون درته بدل کړم ؟ …… دا زما په وس نه ده پوره!
ما بیا ورته وویل هغه تیر کال ځینې خلک……………….؟ .
ده راته پرته له ځنډه په نیمه موسکا وویل : وروره ! هغه خلک استثناء دي.
ما هم سر تمبه کړ او بیا ځلې مې ورته وویل چې ښاغلیه! زه خو هم ددې خاورې بچی یم ، له زده کړو سره مینه لرم او پخپل مسلک هم څه نا څه برلاسی یم او بل تر ټولو راته ارزښتناکه داده چې غواړم نور هم پیاوړی او د خپلو ارمانونو ورشو ته لاره وباسم؛ ښاغلیه مهرباني وکړئ له ما سره مرسته وکړئ!
په ماته ګوډه توګه یې وویل: زه منم ، خو زما په وس کې هیڅ نشته، وروره نور مې مه مزاحم کیږه ؛ زه مراجعین لرم.
زه هم بیرته کورته راغلم، په واسطو او سفارشونو مې لاس پورې کړ. خو هی افسوس نه مې وزیر پیژندلو او نه هم د کوم دفتر رئیس. د ولسي جرګې د وکیل صیب د ګریوان او لمنې نیولو هم د نوموړي سمه پاملرنه نه را اړوله؛ ځکه زه د ښاغلي چندان په درد نه لګیدم.
پس له ټولو منډو رنډو دا راته څرګنده شوه چې تر څو چې زه په دغه ملک کې یم، نو زه د ماسټرۍ له دورې څخه پاته شوم او پاته به یم . زړه ته مې په دې ډاډ ورکړ چې په دې هیواد کې به ډیر نور داسې په نیمګړي ارمان ژوند کوي.
دا ځکه چې په لوړو زده کړو کې داسې ناخوالې وینو ؛ نو د نورو ادارو به څه حال وي؟؟؟ لکه په فارسي کې چې وایي: (وای به حالې که نمک بګندد). والسلام