دا له ورایه ښګاره وه چې نه طالبان او نه د متحده ایالاتو حکومت د سولې بهیر ته ژمن ول او نه د سولې د ټینګښت هیله من او نه ورته اند یښمن ول بلکې هریوه غوښتل چې دروان کال د خونړی پسرلی په پیل کې د سولې د بهیر څخه د ګټه اخستو سره خپل سیاسی او پوځي دریځ پیاوړې کړي. د سولې د خبرو اترو بهیرځکه مخ ته نه ځي چې تر اوسه پورې د جګړې په ډګر کې هم طالبان او متحده ایالات خپلې جګړې بریالی بولی او هر یوه د بشپر بری ته هیله من دی. له بده مرغه د تیرو لس کالو جګړو تاریخ ښيي چې د هر لورې بری د افغان ولس په وینو او د ګران افغانستان په لا ویجاړی ختمیږي. له هغه ځایه چې د یو تل پاتې د ټینګښت د پاره د سیاسی په ډګر کې راکړه ورکړه او امتیاز ورکول په کار دی خو نه متحده ایالاتو او نه طالبانو دې ته تیار ول چې یو بل ته امتیاز ورکړي.
د سولې له بهیر د طالبانو موخي دا ؤ چې خپل بندیان خوشې کړي او د امریکایانو په وړاندې په افغانستان کې د یواځینی سیاسی او پوځی ځواک په توګه د کابل د حکومت ځای ناستې ځان وپیژنی.
د سولې له بهیره د امریکایانو موخې دا ؤ چې د طالبانو په ستراتیژیکو موخو ځان پوی کړي او بیا د سولې په بهیر کې افغان حکومت ښکیل کړی او د سولې وروستی پړاو کابل حکومت ته یی وروسپاری او خپله امریکایان نه یواخې د سولې له بهیره بلکې د افغانستان له لس کلن جګړې څخه ځانونه بریالی وباسي. امریکا او کابل حکومت غواړي چې طالبانو د کابل حکومت اساسی قانون په رسمیت وپیژنی خپلې وسلې ځمکې ته کیږدي او د افغانستان په سیاسی پروسه ګډ شي چې داسې تمه له طالبانو څخه په اوسنیو شرایطو کې له شونتیا نه وتلې خبره ده.
د قطر خبر اترو په بهیر کې طالبانو په دې باندې پوی شول چې تبلیغاتی وسله د لویدیزوالو په لاس کې ولویدلی دی او د جګړی په لیکو کې د طالب جنګیالیو مورال د سولې د ټینګښت تر نامه ضعیفیږي او د سولې له بهیره یو شمیر طالبان داسې اخستنه کوي چې په رښتیا په افغانستان کې سوله ټینګیږي او حتی د طالبانو ځینې قوماندان د کابل حکومت سره د سولې د ټینګښت په اړه اړیکې ټینګې کړې او د طالبانو هر ډله غوښتل چې خپل ابتکار وکړي او د امریکایی او کابل حکومت د پوځونونو له بریدونه ځانونه خوندی کړي او سیمه ییزې ګټه پورته کړي. دا کار سبب شو چې طالبان خپل یو شمیر قوماندانان له دندې ګوښه کړي. د طالبانو لیدرشپ کله چې دې ته پام شو چې د سولې بهیر د پسرلې له راټګ سره د طالبانو پسرلنې بریدونه شنډ او یا ګډودوی او د بلې خوا لا تراوسه امریکایان دې ته تیاره نه ده چې طالبانو ته یوه لویه امتیاز ورکړي طالبان یو دم د قطر د خبرو اتر له بهیره په شا شول.
البته هغه لویه امتیاز چې طالبانو له امریکا څخه غواړی ډیر لوی امتیاز ګڼل کیږي یانې خپل پوځونه له افغانستانه بې له قید او شرطه وباسي د ټول افغانستان واک دې طالبانو ته یی وسپاري بې له دې چې طالبانو امریکا ته کومه امتیاز ورکړي او یا د القاعدې څخه ځان بیل کړي اږ یا حتی د ښخو په وړاندې خپل دریځ څرګند کړي.
په اوسنیو شرایطو کې د امریکا له حکومته داسې لویه امتیاز ورکول پوره نه ده. د بل لورې طالبان غوښتل چې د کرزی حکومت پوره پوره له پامه وغورځوی او د کابل او افغانستان د واک له امریکایانو واک ترلاسه کړي. د طالبانو داسې تحلیل دا مانا لری چې طالبانو یواځې په جګړه پوهیږي او د سیاست له نړی څخه بي خبرې دي. نن دا یو واقعیت دی چې د افغانستان شخړه درې عمده اړخونه لری یانې لویدیځوال ، طالبان او د کابل حکومت دي خو نور اړخونه هم شته چې هغوی چې د افغانستان د کورنیوجګړو ستر لوبغاړې ول.
امریکایان غواړی تر هر بریده چې شونې وي د پوځی اړخ له پلوه طالبان کمزورې کړي تر څو چې د يو ځپل شوی ځواک په توګه د سولې بهیر ته یی اړباسي او خپله پښه له افغانستان څخه ځبله پښه سپکه کړي او د طالبانو سره د خبرو اترو د پروسې پایلې افغان حکومت ته یی وسپاري.
د افغان حکومت په جوړښت کې کرزی پلوه ډله په رښتیا سوله غواړي خو د کرزی د حکومت بل اړخ چې شمالی تلواله جوړوي دوی په همدې سوچ کې دی چې تر څو چې شونې وي طالبان ، د افغانستان او پښتونخوا سیمې د امریکا او ناتو د پوځونو په زور وځپل شي ځکه که چیرې دا خلک د امریکا او ناتو په زور اوس ونه ځپل شي بیا به د شمالی تلواې چې اوس ډیرې پیسې او سیاسی موقف ګټلې دي یوه سر خوږي وي نو د شمال تلواله د ډبل عبدالله په مشری هیڅ کله نه غواړي چې داسې سوله په افغانستان کې ټینګ شي چې د دې ډلې په ټاوان کې وي.
پنجابیان هم د افغانستان په اړه داسې پالیسی لري چې په افغانستان کې داسې سوله زغملی نشي چې په افغانستان کې یوه ملی غښتلې مرکزی نظام په افغانستان کې ټینګ شي چې پایلې د پاکستان په ټاوان وي.
ایران هم په ډاکه غواړی چې امریکایان او د ناتو پوځونه په افغانستان کې ماته وخوری او طالبانو سره پوځی مرسته کوي خو د بل لورې په افغانستان کې د امریکا د یرغل سره سم په افغانستان کې د ایران کلتوری یر غل پیل شوی او په لس هاو ایرانی پلوه رادیو ګانې او تلویزیونه د کابل په شمول په ټول افغانستان کې چالان شول او په افغانستان کې افغانی درې ژبه ختم کړ او تهرانی فارسي پیل شول چې په ښکاره ډول په دری ژبه کې افغانستان د پښتو او عربی لغاتو سره د ښمنی لري.
د بلې د سیاست په ډکړ کې ایران اوس او پخوا د شمالی تلواله سره کله اړیکې ځکه درلودل چې دواړه د پښتنو سره کلک دښمنی لری خو نن د امریکا پر ضد طالبانو ته وسلې ورکوی کله چې سبا امریکایان له افغانستانه ووځي یو ځل بیا ایران د شمال تلوالې ته وسلې او پیسې ورکوی او سیاسی ملاتړ ځینې کوي. ځو څه چې ښکاره ده دا ده چې نه د ایران او نه دامریکې په زور په افغانستان کې څوک پښتانه ته ماته ورکولای شي. دا د پښتنو بې اتفاقی ده چې پښتانه ته یی په افغانستان کې ماته ورکوي.
بې له شکه په ټول افغانستان یانې لر اوبر پښتونخوا کې افغانان د جګړو څخه سخت ستړی شوي دي او غواړی دا کرغیړن جګړه هر څومره چې شونې وي ژرختم شي او د افغان په خاوره کې د خپلواکۍ ، سولې او ولسواکې بیرغ ورپیږي. له بد مرغه په روان کال کې داسې نه ښکاری چې د قطر سولې بهیر له سره پیل شې ځکه چې طالبان ژمن دي چې د جګړو په ډګر کې امریکایی ، ناتو او افغان پوځ ته سخت ټاوانونه ورسوي او د بل پلوه امریکایی پوځ ، ناتو او د افغان دولت پوځونه غواړي چې د افغانستان نورې سیمې د طالبانو له ولکې څخه وباسي نو ځکه د قطر د سولې د بهیر څرک ژر نه لکیږي.
جهانی صاحب وایی :
مبارک مـــــــــو پسرلـــــــــــی ســــــه افـغانـــانــو
تـــــــر قیـــــامتـــــــه دي ژونـــــــدی وي دا بــهار
څو چي ستوري د آسمان پـــــــر سینــــه ښکاري
چی زمان وي چی لا لمـــــــــر کــــــــــوي رفــــتار
د افغان اولس بیـــــــــــرغ بــــــــــه لا رپــــــیــــږي
لا بــــــه ســـــــرې سکـــــــــروټـي پاشي پر اغیار
قصیدې د جهاني بـــــــــــــه ویـــــــــل کـیـــــــــږی
پر ســــــــــخی، پــــــــر گل غونډۍ ، پر شالمار
په درنښت