زړه شپېلۍ مي راپیدا کـــړه چي باغو ته ځمه
د پسرلي نسیم چلېږي خـــپل رمـــو تـــه ځمه
زړګی مي ډیر پریشانه شوی دخزان له جوره
ښکلې هوا ښکلی نسیم دزړه مېلو تــه ځــــمه
د ساړه ژمي په منګلو کي بنــدي وم کـــورکي
اوس د بهار په هنګامو کي زمزمــو تـــه ځمه
نوی موسم دشګوفو هیــله به لږ تـــازه کــړم
خمار خمار د بیلتا نـــه ښایسته غــنچوته ځمه
که په شپیلکي زما دشونډو بلبلان راویښ شي
زه دهغوی د میني ډ کو تـــرانو تـــه ځـــــــمه
پریږده چي زه هم تــــرنم د دوی په ژبه وکړم
د سروګلونود غـــوټــــیو تما شو تـــه ځــــــمه
د دوی په شان به سوی غم له فکره لري کړمه
خپل دشپیلۍ اوازاوچت ستورو شغلو ته ځـــمه
امانزی هم تاته خوشحـــال زما شپونکیه یـــاره
اعتبار نسته په ژوندون نور انــــد یښنو ته ځمه
ډهلي ۱۶ فبروري