سوریه په منځني ختیځ کې پروت عربي هېواد دی ،چې د ۱۸۵۱۸ کيلو متره مربع مساحت په درلودو سره په نړۍ کې اووه اتیایم هېواد ، دا هېواد داسیا په جنوب لوېدېځ او د مدیترانې په ختيځ کې پروت دی ، شمال لور ته له تورکيې، ختيځ لور ته له عراق ، جنوب لور ته له اسراییلو او اردن او لوېديځ لور ته له لبنان او مدیترانې سره نښتې پوله لري . سوریه له تورکيې سره ۸۴۵ کيلو متره ، له عراق سره ۵۹۶ کیلو متره ، له لبنان سره ۳۵۹ کیلو متره ، له اردن سره ۳۵۶ کیلو متره ، له اسراییلو سره ۷۴ کېلو متره او د مديترانې له بحر سره ۱۸۳ کیلو متره نښتې پوله لري . سوریه د خپل تاریخ په اوږدو کې په ډېرو نومونو یاده شوې او بېلابېلو خلکو پرې حکومتونه کړي ، چې له همدغه امله ډېر لرغونی تاریخ لري. په دې لیکنه کې به ستونزمنه وي ، چې په ټول تاریخ يې رڼا واچول شي ، موږ به یواځې اوسنۍ سوریه ، چې په کوم جغرافیوي موقیعیت کې ده او کومې ځانګړنې لري وغږېږو . د سوريې پخوانی نوم شام و ، چې اوس هم په ډېرو اسلامي هېوادونو کې په همدغه نامه یادېږي، البته دایادونه هم اړینه ده ، چې شام یواځې سوریه ه نه وه بلکې اردن ، سوریه او لبنان درې واړه په ګډه په همدغه نامه یادېدل، خوکله چې سوریه د فرانسې مستعمره شوه دغه نوم ، چې سرچينه يې له اشوري قبایلو څخه اخیستل شوې پر سوریه کېښودل شو او تر ننه پورې يې په نړۍ کې رسمي نوم سوریه دی . د ۲۰۰۷ زکال د احصايې له مخې سوریه شاوخوا شل میلونه وګړي لري، دد دغو ټولو وګړو ۹۰ سلنه يې عربان دي ،چې دسوريې په مرکز، لوېدیځ او جنوب کې ژوندکوي، خو له عربانو سره په څنګ کې په اوسنۍ سوریه کې ارمنیان، ترکان، کردان ، چرکس او نور لږکي هم ژوند کوي .
دسوريې رسمي ژبه او لیکدود عربي دی او ډېری اوسېدونکي يې په دغه ژبه خبرې او لیکل کولی شي، خو د عربي ژبې تر څنګ کردي، چرکسي، ترکمني او ارامي ژبه هم ویوونکي لري اوهم خپل خپل لیکدود لري .
په مذهبي لحاظ لکه څنګه چې منځنی ختيځ او په ځانګړي ډول د اوسنۍ سوريې شاوخوا سیمې د دریو اسماني ادیانو د راټوکېدو مرکز ګڼل کېږي نو د ادیانو پر بنسټ په سوریه کې مسلمانان ، یهودیان او مسیحیان ګډ ژوند کوي ، خو دسوريې له ۷۵ سلنې څخه ډېر وګړي سني مسلمانان ، د لسو سلنو په شاوخوا کې شیعه ګان ( علویان ، دولس امامي او اسماعلیه) ، لس سلنه مسیحیان ، درې سلنه دروزیان او پاتې نور لږکي دي . د یادونې وړه ده ،چې په سوریه کې د دوو میلونو په شاوخوا کې فلسطيني او عراقي کډوال هم ژوند کوي . سوریه دیارلس اداري واحدونه یعنې ولایتونه لري، البته په ځينو څېړنو کې څوارلس ښودل شوي دي،چې په دې ډول دي : حلب ، دمش ،حمص، لاذقیه ، حمات ، طرطوس، رقه ، دیرالزور، سویدا، حسکه ، درعا، ادلب او قنیطره .
دمشق : دمشق د سوريې پلازمېنه ده، دلرغونپوهانو په اند ددغه ښار تاریخ نهه زره کاله له میلاده مخکې دی او ځينې تاریخپوهان ، خو دمشق دنړۍ پخوانۍ پلازمېنه او ځينې نور يې دنړۍ تر ټولو لرغونی ښار ګڼي . د تاریخ په اوږدو کې اشوریانو ، کلدانیانو، ایرانیانو، مقدوني سکندر او د روم امپراتور پر سوریه واکمني کړې،چې په پای کې دمسیحیانو یو مهم مرکز وګرځېد.
دحضرت ابو بکرصدیق د خلافت پر مهال دهجرت پر ۱۴ کال د اسلام لښکرو د امیر المومنین په امر د شام پر لور حرکت وکړ، په فلسطین او اردن کې د رومي امپراتور هرقل پر عسکرو مسلمانانو غلبه حاصل کړه ، رومي عسکرو دمشق لور ته پر شاتګ وکړ او دمشق مسلمانانو محاصره کړ،دغه مهال دهجرت پر ۱۳ کال د جمادی الاخر پر دوه ویشتمه نېټه ابوبکر صدیق وفات شو او حضرت عمر فاروق د مسلمانانو خلیفه شو، چې په همدغه وخت مسلمانانو د خالد بن ولید او ابو عبیده جراح په مشرۍ دمشق فتحه کړ او شام د اسلام په قلمرو کې شامل شو. دهجرت له ۴۰ کال وروسته چې امیر معاویه د مسلمانانو امیر شونو د هجرت تر ۱۳۲ کال پورې دمشق د بني امیه کورنۍ د حکومت پلازمېنه وه ، خو واک ته د عباسیانو په رسېدو سره چې هغوی خپله پلازمېنه بغداد وټاکله دمشق خپل حیثیت له لاسه ورکړ.
دمشق ډېر زیات تاریخي او دسیل او تفرېح ځایونه لري ، چې په دې ډول دي : د قاسیون غر ، اموي مسجد، حميدیه بازار، باب توما، باب شرقي ، باب الصغیر،د حضرت مریم کلیسا،ددمشق کلا،د باب الصغیر هدیره،د حضرت زیب علیه السلام حرم ، د حضرت رقيې علیه السلام حرم ، د ابن عربي مقبره، معلولاکلی او د صیدنایا کلی .
حلب : دسوريې دا ښار هم تاریخي حیثیت لري ، د څلور میلیونو په شاوخوا کې وګړي لري ، چې اوس له دمشق نه هم لوی ښار دی ، د سوريې په لس سلنه ځمکه کې اباد دی ، حلب د سوريې یو صنعتي او اقتصادي ښار دی، د سوريې په شمال کې له تورکيې سره په پوله پروت ښار دی ، چې د فرات او عفرین سیندونه هم له همدغه ولایت نه تېرېږي ، د حاصل خېزو ځمکو او اوبو په درلودو سره یو حاصلخېره ولایت دی ، ددې سیمې زیتون او او پسته نړیوال شهرت لري . ددې ولایت ډېر ی اوسېدونکي عربان دي ، خولږ شمېر چرکسي او ارمني هم لري ، ددې ولایت ډېری اوسېدونکي سني مسلمانان دي،خو لږ شمېر مسیحیان هم لري او څو کلي د شیعه ګانو هم په کې اباد دي . دا ولایت له دمشق نه ۳۵۵ کېلو متره په واټن کې پروت دی، مشهور او تاریخي ځای يې د حلب کلاده، چې پنځه زره کلن تاریخ لري .
رقه : دا ولایت د سوريې په شمال ختیځ کې له تورکیې سره په پوله پروت دی او مرکز يې د رقې ښار د فرات سیند پر غاړه اباد دی ، ښکلې هوا او حاصلخېزه ځمکه لري، په همدغه وجه په کې ښه کرکيله کېږي د حضرت علي او امیر معاویه ترمنځ د صفین جګړه هم د همدغه ښار په یوه څنډه کې شوې ، نو ځکه د عمار یاسر رض قبر هم همدغلته دی ، چې هر کال ډېر مسلمانان یې زیارت ته ورځي او د اویس قرني زیارت هم د عمار یاسر په خوا کې دی .
درعا : دا ښار د دمشق په سل کیلو مترۍ کې له اردن سره په پوله پروت دی او تاریخي حیثیت لري. له بیت المقدس سره د نږدېوالي له امله دغه سیمه د ډېرو پیغمبرانو د اوسېدو او زېږېدو سیمه بلل کېږي ، چې له هغې ډلې د حضرت ایوب علیه السلام قبر هم په همدغه ولایت کې دی .
لاذقیه : دا ولایت د سوريې په شمال لوېدېځ کې د دمشق په ۳۴۸ کیلو مترۍ کې دمدیترانې بحر له یوې څنډې سر نښتی دی او دسوريې تر ټولو ستر او اصلي بندري ښار هم دی ، په دې ښار کې له اووه لکو ډېر انسانان، چې د بېلابېلو دینونو پيروان دي ؛لکه مسلمانان( علویان او سنیان) او مسیحیان ، چې روم ارتودکس ، روم کاتولیک ، مارونیان او پروتستان سره په ګډه ژوند کوي ، دا ښار هم ډېر تاریخي ځایونه لري ،چې په دې ډول دي : د اوګارېت لرغونی ښار ، جامع مسجد ، د صلاح الدین ایوبي کلا، د اصحاب کهف کلا ، دکمال ادهم قبر او د امام صادق مسجد .
حمص : دا ولایت دسوریې په منځ کې پروت دی او مرکز یې هم دحمص ښار دی، د ۴۱ زرو کیلو مترو په پراخوالي دسوريې تر ټولو لوی ولایت دی او دنفوسو له مخې د سوريې درېیم ولایت دی . دغه ولایت له لوېدیځ لوري له لبنان او له ختیځ لوري له عراق او اردن سره ګډه پوله لري ، ددې ولایت مطلق ډېری وکړي سنیان دي ، خو په ډېر کم شمېر کې شیعه ګان ، ارمنیان او ارتودکس مسیحیان هم لري . عاصي سیند چې له لبنان نه سرچینه اخلي او تورکیې ته ځي له همدغه ولایت نه تېرېږي ، دا ښار هم تاریخي حیثیت او ځایونه لري ، لکه : د حضرت خالد بن ولید مقبره او جومات په همدغه ولایت کې دي .
ددې ولایت بل تاریخي ځای د تدمر ښار دی ، چې عربانو ورته عروس البادیه وایه، چې مورخين يې د جوړېدو نسبت سلیمان علیه السلام ته کوي .
طرطوس : دا ولایت د لاذقیه ولایت په جنوب کې دمدیترانې بحر په څنډه کې پروت دی ، دسوريې له ښکلو سیمو څخه ګڼل کېږي ، چې ډېر ګلان او زیتون لري ددې ولایت بل مشهور ځای د ارواد جزیره ده ، چې دجوړېدو تاریخ يې کنعانیانو ته رسېږي ، په دغه جزیره کې یوه کلا ده ، چې د جوړېدو تاریخ يې له میلاد نه وړاندې پنځمې پېړې ته رسېږي .
حسکه : دا ولایت د سوريې په شمال شرق کې له تورکيې سره په پوله پروت دی، مرکز يې هم د حسکه ښار دی ددې لپاره ، چې د دجلې ، فرات او خابور سیندونه له دغې سیمې تېرېږي ، نو دغه سیمه ځانکړی اهمیت لري ، دا سیمه د سوريې له هغو سیمو څخه هم ګڼل کېږي ، چې د تیلو زېرمې لري ، په دې ولایت کې کردان ، عربان ، یزیدیان او چچنیان ژوند کوي .
حما : دا ولایت د سوريې په منځ کې د حلب او حمص ولایتونو په منځ کې پروت دی ، د کرکيلې لپاره ښه برابره ځمکه او هوا لري د دې ولایت ډېری اوسېدونکي اسماعلیه شیعه ګان دي،خو سنیان ، علویان او نور لږکي هم په کې ژوند کوي .
دیرالزور : دا ولایت د سوريې په ختيځ کې له حمص ، رقه او حسکه سره نښتی دی ، د فرات سیند ددې ولایت په منځ کې تېر شوی ، نو په همدغه وجه په دې سیمه کې ښه کرکيله کېږي .
په ټوله کې دسوريې په ټولو سیمو او ښارونو کې د بيلابېلو مذهي ډلو مېشتېدنه په دې ډول ده : مسیحیان د سوريې په دمشق ، حلب ، حسکه او دلاذقيې ، حمص او درعا په ځينو ښارګوټو کې مېشت دي . د سوريې د علویانو نوي سلنه وګړي په لاذقیه ولایت کې مېشت دي ، چې له مدیترانې سره نښتې سیمه ده ددې ولایت اتیا سلنه اوسېدونکي علویان دي . د سویدا ولایت نوي سلنه وګړي دروزیان دي، چې ددغه ولایت په ۱۲۰ کلیو او قریو کې مطلق اکثریت دي . جعفري شیعه ګان د سوريې د حمص او حلب ولایتونو په منځ کې ژوند کوي او همدا راز د حما ولایت ۱۵ سلنه مېشت وګړي هم جعفري شیعه ګان دي . اسماعلیه شیعه ګان دسوريې په حما ولایت او د یو لکو په شمېر کې په لاذقیه کې هم مېشت دي ، همدا راز دشیعه ګانو ددغو ټولو ډلو ځينې کورنۍ په حلب او دمشق کې هم مېشتې دي . سنیان چې د شمېرو له مخې په سوریه کې تر ټول په ستر شمېر کې دي او تر ۸۰ سلنه يې بريد اوړي د سوريې په ټولو ولایتونو کې مېشت دي یوازې په دوو ولایتونو کې دوی اکثریت نه دي ، په سویدا ولایت کې اکثریت دروزیان دي او په لاذقیه ولایت کې اکثریت علویان دي ، سنیان په حسکه ولایت کې هم اکثریت دي ، خو په دغه ولایت کې کوردان سنیان له عربو سنیانو نه ډېر دي .
دسوريې په ټولو وګړو کې کوردان له هر ډول امتیاز نه بې برخه دي ، ان دسوريې حکومت هغوی ته تذکرې یا دسوريې پېژند پاڼه هم نه ورکوي،کوردان يې دخپل هېواد د نفوسوپه شمېر کې هم نه دي حساب کړي ، د تعلیم ، روغتیا او نورو لومړنیو او حیاتي حقونو نه هم برخمن نه دي،کوردان دسوريې په ټولو وګړو کې فقیر خلک دي او دسوريې نظام ورسره له ډېر ظلم نه کار اخلي .
اقتصاد : دسوريې اقتصاد پر دريو ستنو ولاړ دی ، صنعت ، سوداګري او کرکیله ، البته ددې تر څنګ ددې لپاره ، چې سوریه ډېر تاریخي ځایونه لري نو دسیلانیانو له راتګ نه هم ډېرې پیسې تر لاسه کوي، دسوريې د اقتصادیوه برخه ددغه هېواد پر خپلو تېلو هم ولاړه ده، سوریه هره ورځ ۴۵۰ زره بیلره تېل راباسي ، چې له دې څخه هره ورځ ۱۷۵ زره بیلره تېل په بهرنیو هېوادونو پلوري . سوریه ګاز هم لري ، خو یواځې د خپلو داخلي مصارفو لپاره ترې کار اخلي . د سوريې صادرات خام تېل ، پېتروشيمې محصولا ت ، مېوه ، سبزي، بنبه ، ټوکر، غنم ، غوښه او ژوندي څاروي ، چې عراق ، المان ، سعودي ، ایټالیا او مصر ته يې صادروي او واردات يې مشینري،د لېږد رالېږد وسایل ، بریښنايي وسایل ، اوسپنه،کيمیاوي مواد او کاغذ ذدي، چې له سعودي ، چین ، مصر، امارات،ايټالیا، اوکراین،المان او ایران نه يې واردوي .