کور / تازه خبرونه / د کې جي بي پخواني مشر ځان وژلى

د کې جي بي پخواني مشر ځان وژلى

د کې جي بي پخواني مشر ليونيد شبارشين په خپل کور کي ځان وژلى او د نوموړي په اړه روسي چارواکي وايي چي د نوموړي جسد ئې تر ځان وژني وروسته د هغه په خپل کور کي موندلى.
چارواکي وايي چي د نوموړي د ځان وژني لامل ئې لا تر اوسه نه دئ معلوم کړى.
٧٧ کلن ليونيد شبارشين شااوخوا ٢١ کاله وړاندي د يوې کودتا هڅه هم وکړه خو په هغې کي ناکام سو.