د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په مرکز لښکرګاه ښار او د ګريشک په اولسوالۍ کي ئې عمليات کړي او په پايله کي ئې پنځلس وسله وال وژلي .
چارواکي وايي چي دا عمليات د څو ورځو راهيسي دوام لري او په هغو کي ١٥ وسله وال وژل ، يو د پوليسو افسر او دوه ولسي وګړي وژل سوي.
چارواکي وايي چي په دې عملياتو کي ئې وسلې او ټانګ ضد ماينونه هم نيولي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي.