وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړى چي د دوى يوه ملګري ٩ سيميز پوليس وژلي.
د طالبانو په حواله چي ياد کس چي ثناء الله د احسان الله زوى دئ د دوى له لوري ترمخه د سيميزو پوليسو په ليکو کي ځاى پر ځاى سوى ؤ چي د جمعې په شپه ئې خپل ٩ ملګري تر زهر ورکولو وروسته وژلي او د هغوى ټولي وسلې ئې په يوه رېنجر موټر کي له ځانه سره وړي دي.
ياده پېښه افغان ځواکونو ته يوه ننګونه کېداى سي او هغوى ئې په اړه بېلابېل نظريات لري.
دا لومړى ځل نه دئ چي د حکومت په ليکو کي داسي پېښي رامنځ ته کېږي بلکي په وار وار سره داسي سوي.