د فراه په ولايت کي د وسله والو طالبانو سره ، د پوليسو او د يوه اکمالاتي کاروان د ساتونکو تر منځ نښته سوې چي په پايله کي ئې د رسنيو په وينا ٣٠ تنه وسله وال ، ٥ تنه د اکمالاتي کاروان ساتونکي وژل سوي او ١٢ تنه وسله وال ټپيان سوي.
د رسنيو په وينا چي ياده نښته نن ورځ د فراه ولايت په ګلستان اولسوالي کي رامنځ ته سوې چي په پايله کي ئې ياده مرګ ژوبله اوښتې.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو او خپله افغان حکومت څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه