قتل
بس ته چې راوخوته سندرې يې وې،
چې ناست لګيا و
ماته ښكاري خدايږو شعر يې ليكه
پر يوه سپېره ميدان له بسه كېووت،
څڼې يې باد وهلې ،
له دوه زړو سېلاب راوړو خېراتي سپېدراوجوړ پله
په شمارولو ګامو پوري ووت څنګله كې پناه
ماله شاه كوت چې د سيګرېټو دود يې غاړه غړۍ لړې لړې
لكه په ژمې د جومات هره ورځ بنده له واورو ډك پك دودكش
سبا څنګله سرته د غره تر ټولو هسكې څوكې برسر باندې
چا د غاټولوټولي خوا كې يو قلم او كتابچه موندلي
راوي ويل څو څاڅكي وينه پرته.