کور / هراړخیز / افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې (۱۶مه برخه)

افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې (۱۶مه برخه)

(مذهبي او ټولنيز غبرګونونه)
درېيم څپركى //۱۶مه برخه
ليكواله/ (Drs, Senzil  Nawid)
ژباړه: جاويد واك
 
د اسلام مدافع:
 
د خپلواکۍ له ګټلو وروسته امان الله خان تر ډېره اسلامي ازښتونو ته ژمن پاتې شو، او همدې ديني مفاهيمو او مسايلو ته د ژمنتيا په وسيله يې د خلکو په منځ کې خپل موقف د اسلام د يوه مدافع او ساتونکي په حيث ټينګ کړ.
سره له دې چې د ريفورمونو او اصلاحاتو برخې ته ډېر ژمن وو، خو بيا يې هم له ديني افکارو ملاتړ وکړ.
په همدې وخت کې ځينو دولتي او نيمه رسمي جرايدو د (توفيق)، (ايمان)، (مصلحه) اودې ته ورته مطالبو په خپرولو سره، دا ښکاروله چې دولت اسلامي او ديني عقايدو ته ژمن دی او خپله پاچا د ورته کار غوښتونکی دی.
امان الله خان د ګرمو بيانيو او په جوماتونو کې د امامت او د جمعې د ورځې په خطبو کې د خلکو مذهبي احساسات راپارول او خلک يې ديانت پرستۍ ته هڅول.
همدا راز په هيواد کې ډېری رسنيو هم امان الله خان د يوه داسې پاچا په نوم يادوه، چې د افغانانو دوديز او مذهبي ارزښتونه ستايي او د يوه مهربانه پلار په حيث يې اولادونه ټول نظريات او پرېکړې مني.
امان افغان، نيمه رسمي ورځپاڼې، چې د امان الله خان له واک ته رسېدو وروسته او د سراج الاخبار د ځايناستې په توګه يې په نشراتو پيل وکړ، نو دغې ورځپاڼې د شاه د جمعې د ورځې خطبې ستايلې ( د اعليحضرت د جمعې د ورځو الهام بخشه خطبې په فلسفې او بيلابېلو مذهبي مسايلو باندې سمبال دي. دغه خطبې چې له اوسني دور سره بشپړ مطابقت لري، د جوماتونو د واعظانو لپاره د رڼو تګلارو حيثيت لري)    ۴۶
د سلطنت تر درېو کلونو پورې له علماوو سره د امير امان الله خان اړيکې دوستانه او صميمانه وې. که څه هم ډېری انګريزي سر چيني وايي، چې امان الله خان پر مذهبي کړيو بشپړ باور نه کاوه او د هغوی په وړاندې يې نېک نظر نه درلود، خو ځيني نورې سرچينې بيا دغه خبرې ردوي او وايي چې امان الله خان له علماوو سره نږدې او دوستانه اړيکې درلودې. ان تر دې چې له سلطنت وړاندې يې د کابل له علماوو او مذهبي مشرانو سره شخصي روابط ټينګ کړل او د هغوی په مرسته د سلطنت پر څوکۍ کيناست.
د علي احمد په وينا امان الله خان له مشهورو علماوو سره لکه: د مجدديانو د  کورنۍ مشر  شيخ فضل محمد مشهور په حضرت صاحب شور بازار او شاه عبدالعظيم مشهور په شاه صاحب قلعه، چې دواړه په کابل کې د پراخ نفوذ څښتنان وو. نږدې او صميمانه اړيکې درلودې.           ۴۷
امان الله خان به هر وخت د شاه عبدالعظيم ليدو ته ورته. دا چې شهزاده امان الله د عمومي سوکالۍ ليواله وو،  نو همدغه شخص و رته د عدل الدوله لقب ورکړ. شهزاده امان الله د شاه عبدالعظيم صاحب د يوه فداکاره پيرو په توګه د هغه د مرګ پر بستر حاضر وو او د هغه په تکفين او تدفين کې يې برخه واخيسته.               ۴۸
د همدغو اړيکو پايله وه، چې په کابل کې د ديني رهبريت مرجع د حضرت صاحب شوربازار په مشرۍ امان الله خان ته بيعت وکړ.
د فرهنګ په وينا د دغه مذهبي او روحاني ډلې په مرسته امان الله خان په ډېرې اسانۍ سره وتوانېد چې ځان په قانوني ډول د خپل پلار د ځايناستي په توګه تثبيت کړي.    ۴۹
واک ته له رسېدو وروسته امان الله خان له ديني او مذهبي کړيو سره خپلې حسنه اړيکې پراخې کړې. هغه د شوربازار حضراتو ته نه يوازې دا چې ځمکې يې ورکړې بلکې هغوی ته يې لوړ روحاني القاب هم ورکړل.
فضل محمد مجددي ته يې شمس المشايخ او فضل عمر مجددي ته يې د نورالمشايخ لقبونه ورکړل. د شاه اغا مجددي په وينا، امان الله خان د شوربازار له حضراتو سره، ډېرې محترمانه اړيکې درلودې. ډيری وخت يې په مهمو کارونو او سياسي چارو کې له هغوی سره مشوره کوله.              ۵۰
د دغو ښاغلو نفوذ دومره زيات وو، چې ځواکمنو خلکو ان تر دې چې اعتمادالدوله هم له پاچا سره په خپلو معاملو کې له دوی څخه د مرستې غوښتنه کوله.       ۵۱
امان الله خان د مشرقي ولايتونو ديني عالمانو او همدا راز له کرښې اخوا د انګرېزانو مربوط خاوره کې مذهبي کړيو ته ډېر درناوی درلوده او د جګړې پرمهال د هغوی د زحمتونو په بدل کې يې ورته چپنې او نورې ډالۍ ور استولې.
هغه پاچا صاحب اسلام پوري ته ډېر زيات درناوی درلود. د همدې ګرانښت وجه وه، چې د هغه زوی بابوجان يې د کنړ د والي په توګه وټاکه.
شهزاده امان الله خان خپل موټر په پاچاصاحب اسلام پوري پسې ولېږه او هغه يې جلال اباد ته د ملاقات لپاره په خپل موټر کې را ورسوه.         ۵۲
امان الله خان له ملاصاحب چکنهور سره د ملاقات په موخه له کابله دوه ميله لاره په موټر کې مزل وواهه، تر څو د افغان ــ انګرېز درېيمې جګړې پر مهال د دغه ملا له خدمتونو څخه مننه وکړي.       ۵۳
د ۱۹۱۹ز د مني موسم وو، چې امان الله خان په کابل کې د ملاچکنهور په وياړ غونډه جوړه کړه او د هغه ډېر درناوی يې وکړ.
امان الله خان د خپل سلطنت په پيل کې، شاه عبدالخير ته يو ليک واستوه. له دغه ليک څخه څرګندېږي، چې غازي امان الله خان د خپل سلطنت په لومړيو کې روحاني مشرانو ته ډېر زيات درناوی درلود.
په دغه ليک کې امير، شاه عبدالخير ته، چې هغه مهال په هندوستان کې اوسېده، داسې وليکل:
(ښاغلی شاه عبدالخير دې د څښتن تعالی په امان کې وي، چې دعلم او معرفت پر مسند ناست دی.سر بېره پر دې، هغه صميميت او دوستي چې له دغه ستر او مشر روحاني صاحب سره لرم، ډېره موده کېږي چې زما د يادونو تسلی ده او ورځ تر بلې دغه علاقه زياتېږي. له يوې خوا فکري نا ارامۍ او له بل پلوه، د هغه جناب روحاني کشش، دې ته وهڅولم، څو د هغه عاليقدر د زحمت موجبات د دغې رسالې په ليکلو سره،رامنځته کړم او له هغه ستر لارښود او خير غوښتونکي انسان څخه د دعا غوښتونکی شم. سره له دې چې زه د هغه مبارک انسان حضور د دنيايی زيوراتو او په ځانګړي ډول د طلا او نورو قيمتي شيانو له استعمال څخه مبرا ګڼم، خو بيا هم دا جرئت کوم او يو طلايي ساعت له يوې قبلې نما سره، چې د مسلمانانو د يووالي سمبول دي، د هغه جناب حضور ته ور لېږم او له دې لارې د خپل احترام او قدردانۍ مراتب هغه عالي جناب ته وړاندې کوم.د دغه وفادار بنده يواځينۍ هيله له ښاغلي عالي جناب څخه دا ده چې کله هم د پنځه وخته لمانځه د وخت مالومولو په خاطر دې ساعت ته ګوري، نو خپل دغه وفا شعاره مريد  دې نه هېروي او دعا دې ورته وکړي
ستا سو ملګری او ارادت مند
          غازي امان الله خان )          ۵۴
لمنليکونه:
۴۶ـ امان افغان، د غوايی ۲۲مه، ۱۳۰۳، د ابريل ۲مه ۱۹۲۳.
۴۷ـ علی احمد((سقوط امان الله))، ۱ـ۲. شاه عبدالعظيم په کندهار کې د فوشنج له ساداتو څخه وو(د هرات له فوشنج سره دې نه اشتباه کېږي) او همدا راز د قادريه طريقې پيرو وو، چې کابل ته نږدې په قلعه قاضې کې یې استوګنه کوله.
۴۸ـ له سيد تاج الدين خان سره مرکه، د کليفورنيا اوکلند ښار، د دسمبر ۲۸مه ۱۹۸۸. د سيد تاج الدين پلار چې د ارګ قلعه بېګي وو، په دغو سفرونو کې يې د امان الله خان ملتيا کوله. د قلعه قاضی شاه صاحب ته د امان الله خان د اخلاص، احترام او حسن نيت اندازه له دې مالومولی شو، چې په خپلې وروستۍ توصيې کې ويلي وو، چې د شاه صاحب د مزار تر څنګ به خاورو ته سپارل کېږي.
۴۹ـ فرهنګ، لومړی ټوک، دويمه برخه، ص. ۴۸۹.
۵۰ـ شاه اغا صديق مجددي، امير حبيب الله خادم دين رسوالله، ص. ۱۴.
۵۱ـ شمس المشايخ(فضل محمد مجددي) ته د اعتمادالدوله ليک،د غبار اثر،افغانستان در مسير تاريخ، ۸۰۲ ـ ۸۰۳.
۵۲ـ IOR, P/L&S/10,813 P 3933, No 15, Apr. 12, 1919.
۵۳ـ Ibid, p8332, 1919 No. 43, Nov. 1, 1919.
۵۴ـ د استيوارت په کتاب کې نقل شوی، ۴۵مه پاڼه.