پېنډۍ:امريکايي چارواکي په پينډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوى درستيز جنرال پروېز اشفاق کياني او د پاکستان د پوځ د ګډې قوماندانۍ له قوماندان جنرال خالد شميم وايين سره وليدل.د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جيمز ميټس او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان الن د چارشنبه په ورځ اسلام اباد ته ورغلي و د رپوټونو ترمخه په دغو ليدنو کې امريکايي او پاکستاني چارواکو د دواړو هېوادونو پر اړيکو، د ترهګرۍ پر ضد پر روانې مبارزې او د ډيورنډ د کرښې پر امنيت خبرې وکړې. د دغو ليدنو په اړه نور ډير جزئيات نه دي خپارۀ شوي، خو خبريالان وايي چې په دغو ليدنو کې پاکستاني جنرالانو پنځه مياشتې مخکې په مومندو ايجنسۍ کې د امريکا له خوا د٢٤ پاکستاني سرتېرو وژل کېدل د پاکستان پر خپلواکۍ بريد وباله او له امريکا يې وغوښتل، چې بخښنه وغواړي.ويل کيږي چې پاکستان له امريکا څخه د يادې پېښې په شفافه توګه د څېړنو او بيا د دا ډول پېښو د نه تکرار غوښتنه هم کړې ده امريکايي جنرالانو پاکستان ته دغه سفر په داسې حال کې کړى، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د پاکستان د لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني ترمنځ څو ورځې مخکې د سوېلي کوريا په پلازمېنه سيول کې د يوه نړيوال کنفرانس پر مهال ليدنه شوې وه. په هغه ليدنه کې امر يکايي ولسمشر هيله ښوولې وه چې پاکستان به د امنيت په برخه کې د امريکا اندېښنو ته پام وکړي.