په كوټه كې د ملګري ليكوال كوټي غونډه وشوه
نن د سې شنبې ورځ د اپرېل د مياشتي په لومړۍ نېټه د ملګري ليكوال غونډه وشوه.
د يوه ادبي خبر تر مخه په كوټه كې د يوه فعاله ادبي ټولنې ملګري ليكوال كوټي پنځلس ورځنۍ غونډه د دې ټولنې د مشر پروفيسر محموداياز په مشرۍ كې وشوه ، چې د دريځتوب چارې يې جاويد اقبال تر سره كولې، د نن د غونډې ځانګړې ايجنډه وه [ پښتو لنډه كيسه او نړۍ وال ارزښت ] چې په دې باندي د پښتو ژبي نوموړي افسانه نګار ښاغلي فاروق سرور خپله عالمانه وينا واوروله او وروسته له هغه څخه د پوښتنو او ځوابونولړۍ پېل شوه ،په دې غونډه كې د ملګري ليكوال له غړو پرته نورود كوټي شاعرانو ،ليكوالانو ، او اديبانو، هم كړى و ،دا غونډه محترم نصيب الله د قرآن كريم په مقدس اياتونو سره پېل كړه .
ياده دي وي چې ملګري ليكوال كوټه له تېرو پنځلسو كلونو څخه هره پنځلس ورځي وروسته خپله ادبي غونډه كوي چې ډېر ځوانان يې روزولي دي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه