دنوروسیمینارونو اوکلتوری پروګرامونو په سلسله اودوام ، ټاکل شوی ده چي د المان جمهوری دولت – مونشن ښار د مولوی صدیق الله فدایی د کانفرانسونو او ویناؤ په تالار کې د نارنج د ګل مشاعره جوړيږي. د نوموړي ادبی مجلس د سټیج چاری د مشعل رادیو د یوې تکړه ویاندې آغلې حسیبه شهید په غاړه دي او د یاد ادبی بنډار مشران ګډون کوونکې میلمانه په لاندي ډول دي:
۱ – ښاغلی ډاکټر اکرم ملکزی د پښتو- جرمنی ډکشنری لیکونکی او د جرمنی دولت د سترنښان لاسته راوړونکی
۲ – ښاغلی جان آغا الکوزی
۳ – ښاغلی وهاب سرتیر
۴ – آغلې فریده هوډ صافی
له ټولو شاعرانو، مینه والو اوګډون کونکو څخه په ډیر درناوی هیله کوو چه یاد ادبی بنډار ته دخپل راتګ اوګډون په موخه ، په لاندی ټیلیفونی اړیکو خبراوډاډ راکړئ او په خپل راتګ سره مونږ ته ویاړ او پروګرام ته لا ښکلا وروبخښئ.
وخت : دمازدیګر ۵ بجی دجمعی مبارکه ورځ د ۲۰۱۲ میلادی کال د اپریل د میاشتی شپږمه نیټه
د صدیق الله فدایی دکنفرانسونواوویناؤ تالار /پته : مونشن- آلمان
Machtlfinger Str. 10, 81379 München
U 3- Bahn Haltestelle : Machtlfinger Straße 10
Cell#: 015150413594 , Tel: 089- 281724
Email: Imamfadai@t-online.de