د کندهار ولايت د عامي روغتيا رياست يوشمېر تر وخت تېر درمل وسوځول . د ياد رياست د رئېس ښاغلي عبدالقيوم پخلا په وينا چي دا مواد ئې د تېر کال په اوږدو کي د دې ولايت په بېلابېلو درمل پلورنځيو کي پيدا کړي او اوس ئې ورته اور ورته کړى.
نوموړي وويل چي ياد سوځول سوي درمل ٤٠ قلمه دي او اندازه ئې شااوخوا ٥٠ ټنه ده.
دا نوموړى ځل نه دئ چي په کندهار کي تر وخت تېر درمل سوځول کېږي بلکي مخکي هم په وار وار سره د ياد رياست له لوري درمل پيدا کړل سوي او بيا ورته اور ورته سوى.