د دوشنبې په ماښام په هلمند ولايت کي لس تنه هغه بنديان چي د تېر کال په اوږدو کي نيول سوي ول بېرته خوشي سول.
د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي ياد کسان ئې تېره کال د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کي نيولي او اوس بېرته د دې ولايت د سولي د ولايتي کمېټې د مسئولينو په هلو ځلو د بګرام زندان څخه خوشي سوي.
ياد کسان وايي چي په هيڅ کوم جرم ئې نه درلود او نه هم ورباندي ثابت سوى دئ او سره د دې په زندان کي ورسره ډېر ناوړه چلند سوى.