په خواشینۍ سره بایدووایو، چې دهېوادپه جګړه ځپلو سیمو کې ورځ تربلې د وحشت اژدها زموږ مظلوم او بېګناه خویندې او وروڼه په خورا ظالمانه ډول سره په شهادت رسوي په تېره بیا دا وروستۍ خونړۍ لسیزې افغان ولس ته له حده زیات دردوونکي او نه جبرانېـــدونکي ګوزارونه ورکړل چی د پنجوايي د زنګاوات ( زنګي آباد) وروستۍ پېښې دنړۍ په کچه ولسونه حیران ، پریشان او ورېږدول .
په دغه پیښه کی څو امریکایی پوځیانو په ډیر ظالمانه ډول ۱۶ بېګناه افغانان ووژل چی ۹ یې ماشومان او درې یې ښځی دي . خو امریکایی پوځ ادعا کوی چی په دې پیښه کی یوازی یو افسر لاس لری چی رابرټ بېلز نومیږی . مګر د پیښی عینی شاهدان او قربانیان وایی چی پنځلس شل امریکایی پوځیان په دې ظالمانه برید کی ملوث وو . دغو امریکایی پوځیانو وروسته دا ټول قربانیان وسوځول چی دا د بشری کرامت سخته پایمالونه او ځپنه ده .
د دې پیښی د غندلو او د مجرمانو د محاکمه کولو په خاطر دننه په افغانستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کی با احساسو او هېواد پالو افغانانو مظاهرې وکړې ، د شهیدانو فاتحې یې واخیستلې او په دې غم کی یې ځانونه د اړونده غمځپلو سره شریک وبلل .
په ټورنټو کي د زنګاوات د پيښي د شهیدانو فاتحه ددې ښار د امت نبوی (ص) په مسجد کی دیکشنبی په ورح د مارچ د میاشتی پر ۱۸مه د ټورنتو د پوهنتونونو د ځوانانو لخوا واخیستل سوه چي زموږ ګڼ شمیر هیوادوالو برخه پکښی اخیستې وه ، اما د تأسف ځای دی چی په ټورنټو کي څه نا څه لس زره کندهاریان اوسیږی خو فاتحې ته صرف د ګوتو په شمار څو کسه راغلی وو او بس .
داهغه زړه دردوونکې پېښه وه،چې دمارچ په یوولسمه نېټه دیکشنبې په شپه دکندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ د زنګاوات (زنګي آباد) په دریوکلیوکې په بدترین او وحشت ترین ډول ترسره سوه او زموږ بېګناه خویندې او ماشومان پکښې شهیدان شول .
د فاتحې څخه وروسته د ټورنټو ښار په ډاون ټاون کی یوه پراخه مظاهره د امریکې د قونسلګرۍ ومخی ته ترسره سوه چي د سړک په غاړه د زنګی آباد د شهیدانو تابوتونه ایښودل سوي وو او مظاهره د ویناوالو په ویناوو سره پیل سوه .
په دې مظاهره کی ښاغلی مجددی، اغلې لیما اکبری، د امریکی یو پخواني عسکر، قاری انعام الله او نورو ویناوی وکړی او د ټورنتو ښار په ډاون ټاون کی یی مارش وکړ . دغه مظاهره د امریکی د قونسلګرۍ څخه پيل او په شعارونو سره د ټورنټو تر ښاروالۍ پوری ورسېده او بیرته د قونسلګرۍ مخی ته راغله او دلته احتجاجی ویناوی واورول سوې .
مظاهره د افغانستان په ملی بیرغونو، لوحو او شعاونو او پلاکارتونو سره بردرګه کیدله . خو بیا هم د تاسف ځای دی چی په دې مظاهره کی دزرګونو کندهاریانو څخه صرف څو کسو برخه اخیستی وه .