کور / راپور / جرمني:د زنګاوات د شهيدانو فاتحه واخستل سوه

جرمني:د زنګاوات د شهيدانو فاتحه واخستل سوه

موږ بایرن مېشتو افغانانوله پخوانۍ خبرتیاسره سم دمیرویس نیکه په جومات کې دوروستۍ خونړۍ لسیزې د قربانیانو په ځانګړي ډول د پنجوايي د مظلومو شهیدانو فاتحه واخیسته .

دفاتحې په لمړۍ برخه کې دقران عظیم الشان ختم وشو ورپسې شهیدانوته دعاوې وشوې پدې ترځ کې یو چا امام ته غږ وکړ، چې پلاني ته هم لاس پورته کړئ عزیز یې وژل شوی دی، لاسونه مو پورته او دعا مو ورته وکړه امام ورنه وپوښتل چې دا ستاسو عزیز دڅومره عمر و، ولې او چا وواژه؟

هغه په ځورېدلي اوزخمي زخمی غږځواب ورکړ،چې زلمی وپرون بهرنیو ځواکونو وواژه .

تاسو باور وکړئ دهغه سړي غږ او دې خبرټول ناست کسان سخت غمجن او په قهر ځکه کړل، چې لاترڅو به موږ سر په سر دغم په ټغر کښېنو؟

دامظلوم پښتون څه ګناه کړې،چې جنازه په جنازه او فاتحه په فاتحه پسې اخلي؟

له هغه څخه وروسته د هېواد په مجهولې اوتپل شوې جګړې خبرې وشوې همدارازپه کلکه سره دافغانانودملي یووالي د ټینګښت غوښتنه وشوه .

د وروستیو لسیزو په تېره بیا د دې وروستۍ لسیزې ناخوالې په منطق سره محکومې شوې، دغوناخوالو نه یوازې دوینولښتي وبهول، بلکې دوروڼو قومونو ترمینځ یې دبیلتون تکې تورې کرښې کش کړې خوله نېکه مرغه، چې زموږ وروڼه قومونه ترخپله وسه پورې ملي یووالي ته ژمن پاته دي .

دافغانانودیومشترک اوپیاوړي دریځ په اړوند هم خبرې وشوې څوپه یوه خوله له نړیوالوپه تېره بیاامریکاسره خبره سپیه کړو، چې آیا دستونځو دحل لار یوازې جګړه او ورور وژنه ده ؟

داوروستۍ لس کلنې نارواجګړې خوهم موږ ګوډاومات کړو هم یې نړیوال اقتصاداووګړنیز اعتبارمات کړ هم یې دبشر اوبشردوستي خبرې تر پوښتنولاندې راوستې له همدې کبله به بهتره داوي، چې دسولې غم وخورو.

له پورتنیوخبروڅخه وروسته په اتفاق سره تصمیم ونیول شوڅوپه مونشن ښارکې دیو(جومات)جوړولو لپاره ځمکه واخلو.

د الله تعالی دکور(جومات) دجوړېدو په موخه زموږ بااحساسو، مسلمانو اوهېوادپالو افغانانو ۶۵۰۰۰پنځه شپېته زره ایرو راټولې کړې موږ هیله من یو، چې دالړۍ به دوام ومومي او دا نېک تصمیم به د دې سبب شي، چې زموږ ماشومان به زموږ په لار راپسې را روان اوسي .

دافاني دنیاخوهسې هم دوه ورځې ده، موږ به نه یو خوزموږ اولادونه او راتلونکي نسـلونه به په موږ وویاړي ، چې د خپلو دیني او کولتوري مراسمو دپه ځای کولو لپاره ورته دا لوی سوغات دالله (ج) کور مانا(جومات) پرېږدو.

درنو لوستونوکو!

موږ له تاسو ټولومسلمانو وروڼو څخه د وروري یوه هیله کوو، چې زموږ په دې نېک تصمیم کې موږ ته لاس را کړئ ترڅو تاسو هم له دې لوړ ثواب څخه برخمن شئ .

بایدزیاته کړو، چې له یوې خوادمیرویس نیکه دجومات میاشتنۍ کرایه تقریبأ درۍ زره ایوروته رسیږي اوله بلې خوادا وخت هم په منډه منډ ه تېریږي نواوس تاسو فکر وکړئ، که موږ شل کاله کرایه ورکړو دا به تقریبأ ۷۰۰۰۰۰ اوو سووزرو ایورو ته ورسیږي نو ولې ددې همت ونه کړو، چې په یادمصرف یوملکیت واخلوڅو هم خدای (ج) راڅخه رضأ وي هم له دې مصارفوڅخه خلاص شو اوهم مودخپل راتلونکي نسل لپاره یوڅه کړي وي .

اوس نو زموږ هغه درانه هېوادوال، چې د الله تعالی لپاره غواړي له موږ سره مرسته وکړي د میرویس نیکه جومات بانکي شمېره په لاندې ډول سره ورته لیکو:

Konto-Nr : 658 357 867
BLZ: 700 202 70

تیلیفوني شمېرې :
دحاجي صاحب احمد احمدزي شمېره 01747170700
دحاجي صاحب حبیب الله فیضي شمېره 01795001992

یادونـــــــــــــــــــــــــــــــه :

په مننه اوکوروداني سره بایدووایم، چې د فاتحې په اخېرکې دمیرویس نیکه جومات له مشرتابه هیئت څخه دیو تن وطن دوست افغان لخوا ټولوګډونوالوته دختم ډوډۍ برابره شوې وه زموږ خویندو او وروڼو د ډوډۍ له صرفولو(خوړلو) څخه وروسته د دعا په کولو سره خپلو کورونو ته تشریف وېوړ.

کوم څه، چې په یاده فاتحه کې شخصأمابسمل ته د خوښي او لا زیاتې امیدواري هیله را پیدا کړه هغه زموږ د ګڼ شمېر هېوادوالوصمیمیت او ګډون و.

دلته په جرمني کې معمولأ د روخصتي په ورځ په تېره بیاچې هواهم توده اوښایسته لمر خپلې زرینې وړانګې وېشي نویوشمېرکسان بیاپه مېلواوکبابوپسې ګرزي خوله نېکه مرغه ، چې ددې فاتحې ګډونوالود پنجوايي له مظلومو شهیدانو اوخپل کړېدلي هېوادسره خپله پاکه مینه وښوده، په اخلاص سره راغلل اودا لمرنۍ ورځ یې له موږ سره دمیرویس نیکه په جومات کې تېره کړه بیایې هم کور ودان زه پخپل وا رله دوی ټولوڅخه مننه کوم خدای(ج) دې دوی ته اجرونه، ګران افغانستان اوافغان ولس ته خپلواکي او سوله ورپه برخه کړي .

الله امین یاربالعلمین

دپنجوايي شهیدانو ته ډالۍ شوی غزل

وحشت رااخیستي

ماښام راسوځي شپه راسوځي شین سهار اسوځي

غرمه اوزېړمازدیګری هم دا غدار راسوځي

راغلل جامو کې دملیار چې زموږ وطن کړي سمسور

چمن راسوځي بڼ را سوځي لاله زار راسوځي

دلته راغلي ګورګښان په مرستیالي لباس کې

کلي بانډې یې کړل رالوټ اوس کوهسار راسوځي

هغه چې میندو پکې راوړل اتلان نړۍ ته

د لر اوبر دزړګي سر لوی کندهار راسوځي

زړه مې ترق چوي شهیدان دزنګاوات چې کړم یاد

غرېو مې مرۍ ونیسي اه مې دزړه ښار راسوځي

هم دبابا ولي زیارت هم چهل زینو په سرکې

سلګۍ مې واخلي زه وېرېږم شامزار راسوځي

دمیرویس خان په مېنه اوربل دی لا نه یې وینئ

احرمن سرې لمبې راوړې نوبهار راسوځي

پایلوڅو پاڅئ یو ځل بیا له ګوره سر راجګ کړئ

ستاسوپه چم کې سره ګلونه دګلزار راسوځي

ارغنده ته ولې ویده یې غوړمبهار د څه شو

هلمنده لاس ورکړه پکتیا او ننګرهار راسوځي

ته سوله ماتي سوله ساتي بولې ړونداو کوڼ شې

ته یې لا نه وینې زرین تاریخ د پلار راسوځي

هم یې له ستوني یو نیولي هم ځان دوست رابولي

خیبر به وران کړي په ولله بیا به مزار راسوځي

له کرښې داخوااخواجوړپه پښتنو محشر دی

سوات پېښور یې کړل راوران پاړه چنار راسوځي

دابدالي زور یې لیدلی وار له موږه اخلي

دا دګورګین بچوڼي ګورئ زموږ وقار راسوځي

ډېوې یې مړې کړې دمحفل نغمې خاموشې سولې

شهباز په ګوتو کې سا ورکړله ستار راسوځي

شېخ دشیطان تر وزرلاندې جنتونه غوښتل

کورته یې راوست هم مو ننګ هم افتخار راسوځي

موږ تودول خپلو لستوڼو کې ځانو ته ماران

اوس مو دا دنګ دنګ پښتانه لکه چنار راسوځي

بســــــــــمله ته ولې ګیله کړې له داړونکوخلګو

وحشت رااخیستي نن کونړ سبا تخار راسوځي

ماښام راسوځي شپه راسوځي شین سهار اسوځي

غرمه اوزېړمازدیګری هم دا غدار راسوځي