په کندهار ولايت کي د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د تل په څېر يوه مياشتنۍ مشاعره ترسره سوه.
دا مشاعره چي د پسرلي ترسرليک لاندي جوړه سوې پکښي د کندهار او د جنوبي پښتونخوا شاعرانو او اديبانو ګډون کړى ؤ .
د پيل خبري احمد فرزان وکړې او دا ئې يو پر ځاى کار وباله ځکه د نوموړي په وينا چي په دې مشاعره کي به ټول شاعران خپلي د پسرلي اړوند شعرونه نورو ته واوره وي.
د غونډي په پاى کي د پنجوايي شهيدانو ته چي د امريکايانو له لوري په نيمه شپه کي په شهادت ورسول سول دعاوي وسوې .