په خوست کي دافغانستان دملي راډيو ټلويزيون دخپرونو دستګاه په رسمي ډول پرانيستل شوه.
دا دستګاه چي ملي راډيو ټلويزيون ته دهندوستان هيواد لخوا ورکړل شويده په خوست کي په ١٨٨ .٤٥ ميګاهټز فريکونسي د عادي انتنونو په واسطه ليدل کيږي چي زر واټه ظرفيت لري.
مخکي له دي ددي ټلويزيون خپروني د ډيش انتن پواسطه په خوست کي دليدلو وړ وي چي ګڼ شمرخلک يي له ليدلو نه محروم وو ديادولو وړ ده چي له دي وړاندي په خوست کي دعادي انتنونو پواسطه دري ټلويزيونونه دليدلو وړ وو چي دملي راډيوټلويزيون په راتګ سره څلور ټلويزيونونه شول.