کور / هراړخیز / د پکتیکا ولایت – د پوهنیز پرمختګ بهیر

د پکتیکا ولایت – د پوهنیز پرمختګ بهیر

د پکتیکا ولایت د افغانستان د جنوبي ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د پکتیا او خوست ولایتونه، لویدیځ ته یې د زابل ولایت، جنوب ته یې د پاکستان تر ولکې لاندې د پښتنو قبایلو سیمې او شمال ته یې د غزني ولایت موقعیت لري.
 
د پکتیکا ولایت چې د هېواد دریمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 393,800 په شاوخوا کې اټکل کیږي مرکز یې د ښرنه ښار دی او په مرکز سربیره 18 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له ارګون، ګومل، زرغون ښار یا خیرکوټ، وازه خواه، جاني خیل، سر روضه، مټاخان، ګیان، نیکه، برمل، زیړوک، اومنه، سروبي، وړممي، تروه، ډیله، یحیی خیل او یوسف خیل څخه عبارت دي.
 
د پکتیکا په ولایت کې پوهنیز پرمختګ ډیر ښه نه بریښي او د ګڼو ستونزو سره لاس په ګریوان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
 
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
 
د 1390 کال ښوونیز حالت
د  پکتیکا  په ولايت كې په ټولیزه توګه 328 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت لري چې له دې جملې څخه 314 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 11 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 7 بابه دیني مدرسې، 3 بابه دارالحفاظونه)  2 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 1 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات تشکیلوي.
 
د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 120,731 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 3,334 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
 
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې  5,810 تنه د سواد د زده كړې په 181 بابه كورسونو كې د 197  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
 
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د پکتیکا په ولايت كې د 4,487,888 امريكايي ډالرو په ارزښت 41 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 35 پروژې بشپړې شوې او 6 پروژې تر کار لاندې دي.
 
په 1390 کال کې د پکتیکا ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 650 تنه وو.
 
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې
د پکتیکا په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، ښوونځیو ته د تعمیرونو کموالی، د نا امنیو له کبله د 15 بابه تعلیمي موسساتو بندیدل او د زده کړې له بهیر څخه د5,855 زده کوونکو محرومیدل هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
 
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…