پېښور:ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه لیکي، پر پاک افغان پوله د مختلفو توکیو قاچاق ، دغلته د چارواکو رشوت اخېستل او نور داسې کارونه ډیر په اسانه سره کیږی، چې د دواړو هیوادونو حکومتونه یې په کنټرولو کې پاتې راغلي دي
په ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه کې طاها صدیقي لیکي، دسکولونو رخصتۍد اکثره ماشومانو لپاره د خوند او مزو ورځې وي، خو د تورخم پر پوله د افغان ماشومانو لپاره دغه د کار ورځې وي ، څودوی د خپلو کورنیو لپاره پیسي وګټي، او داسې ماشومان هم ورکې شته چې د ټولې کورنۍ پیټی یې په اوږو وي. دولس کلن ربیع الله پر پاک افغان پوله د تیرو دوو کلونو راهیسې کار کوي، او وایي په ورځ کې د درېوو نه تر څلورو سوو پورې پیسې ګټي. ربیع الله وايي کله چې کور ته ځي نو په دغو پیسو د خپلې کورنۍ لپاره خوراکي څیزونه اخلي. د ربیع الله په رنګ ډېر داسې ماشومان دي چې په تورخم پوله کار کوي، او اکثره ورله ځینو ټېکدارانو ګاډۍ ورکړي وي، چې دوی پکې سامانونه یو ځای نه بل ځای ته ویسي دوی اکثره وخت په دغو ګاډیو کې دخپل وزن نه زیات وزنونه او ښخې او سړي د پولې د یوې نه بلې غاړې ته لېږدو لیکوال وایي په تورخم کې کار کونکي دا ماشومان، ددې لپاره چې دکار مخه یې څوک ونه نیسي،د پولې د دواړو غاړو چارواکو ته پیسې هم ورکوي ، او رشوت اخیستل دغلته یوه عامه خبره ده
ورځپاڼه لیکي په تورخم پوله ډیر افغانان خپل وطن ته ستنیږي، خو ډیر بیا دې غاړې ته د کار لپاره هم راځي، چې د پولې چارواکو ته پیسې ورکړي، او ویزه نه لګوي، او دا یوه ډیره عامه خبره ده ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه د یو ټیکیدار د خولې لیکې چې نوم نه ښایي او وایي که چا سره پاسپورټ نه وي ، نو هم یې دوی بلې غاړې ته بوتللی شي، او د یوې غاړې به ترې د پنځو زرو نه تر لسو زرو پیسې اخیستل کیږي
اکثره ډېر سامانونه چې پرې د درامدولو ټیکس نه وي د افغانستانه پاکستان ته راځي، او بیا د مختلفو لارو نه تېرېږي. په تیرو وختونو کې د پاکستان او هم د افغانستان حکومتونو د خپلو سرحدي سیمو د کنټرولولو ډېرې هڅې هم وکړې ، خو هغه څه چې مخکې روان وو، لکه د چارواکو رشوت اخېستل، د سامانونو سمګلنګ او نور داسې غیر قانوني کارونه اوس هم روان دي. لیکوال د یو سوداګر د خولې لیکي، افیوم او چرس ډیر په اسانه د افغانستانه پاکستان ته راوړل کیږی، او دا د بلینونو ډالرو صنعت دی، چې نه خو مخکې چا ودرولی وو، او نه ی اوس څوک ودرولی شي.