کور / هراړخیز / د كرايې په كور پسي ګرځم

د كرايې په كور پسي ګرځم

زه اوس ډير د خجالت احساس كوم ، د خپلي كورنۍ غړو ته خړ مخى يم . خپلو سيالانو ته څه چي خپلو همزولو ته هم لوړ نسم كتلاى ، كله كله خو بيخي ځان ليونى راته ښكاره سي او له هر څه مي زړه مات سي .
زه هغه سړى يم چي د ناهيلي او مايوسى له نومه مي كركه كيده ، تل مي ملګري هڅول چي له ټينګ هوډ ، لوړي ادارې او ټاكلي پلان سره مخته ولاړ سئ په ژوند كي نا هيلۍ او مايوسۍ ته هيڅ ځاى ورنکړي ، كنه د ژوند د ستونزو سخت باد په مو لكه د وچي وني تنه پر منځ غوټه ماته كړي
خو … خو نن زه خپله ناهيلى سوي يم هر څه چي ځان تسلي كوم نه كيږي نژدې دى چي مات سم ، ويلي سم او ورژيږم او بلاخيره تير سوي وخت ته د يو ضايع سوي وخت په سترګه و ګورم او اوښكي پرې و څڅوم .
پوهيږئ دا د چا خبري دي؟
زمري ځلاند ، د بدن په ښكلا كي د افغانستان اتل
زمرى چي په يوه غريبه كورنۍ كي زيږيدلى ۱۶ كلن وو چي د بدن د ښكلا په سپورټ بوخت سو . هغه ددې لوبي سره د بې كچي ميني له امله و كولاى سوه د يو شمېر استاداتو او ددې رشتې د لارویانو پام ځان ته راواړوي .
هغه شاوخوا ۶ کاله مخکي په کندهار کي د بدن د ښکلا په سیالیو کي ګډون و کړ چي د ټول کندهار په کچه یې ۶ مقام خپل کړ .
د زمري دوهمه سیالي په هلمند کي وه چي په هغه کي د خپل وزن په کچه لومړی راووت . د نومړي په وینا تر هغه راووسته یې تر ډیرو هڅو وروسته د خپل وزن په برخه کي په ټول هلمند کي لومړی سو  خو یوازي دا نه هغه په دوهم کال هم په ټول هلمند کي لومړی مقام و ګټی او تر هغه سیالۍ پنځلس ورځي وروسته کابل ته ولاړ او هلته یې په لومړي ځل په ملي سیالیو کي ګډون وکړ دا ځل یې هم نیکمرغي په برخه وه د ټولو ولایتونو په کچه په خپل وزن کي دوهم مقام خپل کړ.
د زمري په وینا په دې سیالیو کي داسي یو کس لومړی کړل سو چي د هغه ورور  ماسټر افغانستان وو او په دې تیر کال وفات سوی وو ځکه یې نو د هغه لحاظ وکړ ، حال دا چي په سپورټ کي هیڅ خاطر او لحاظ ته ځای ندی ورکړل سوی
دې بریا لاره هواره کړه چي ښاغلی زمری د سهیلي اسیا په سیالیو کي ګډون وکړي دا سیالۍ چي د بوتان په هیواد کي تر سره کیدې ۸ ملکونو پکي برخه لرل ، له نیکه مرغه چي افغانستان هم پکي ورشامل وو .
تاسو څه فکر کوي چي ځلاند یوازي په افغانستان کي زمری دی ؟ نا داسي نده هغه په بوتان کي اوه سره هیوادونه شاته و غورځول او د لومړي ځل لپاره یي په بوتان هیواد کي د افغانستان بیرغ و رپاوه او د ‌‌طلا مډال په غاړه هیواد ته راستون سو، د داسي مډال سره چي تر اوسه چا د افغانستان نه وونصیب کړئ .
زمری له بوتانه هلمند ته له ډیرو هیلو ، خوښیو او خوبونو سره په داسي حالت کي ستون سو لکه یو عام کس ، هیڅ ستاینه او بدرګه یې ونه سوه ، د هغه خوښۍ ، هیلي او امیدونه په زړه کي غوټه غوټه سوې او په اندیښنو واوښتې . زمری بیا هم دې ناهیلي کوونکي حالت ته تسلیم نسو ، د چا په خبرو پسي یې سره ونه ګرځاوه او خپل هدف ته د رسیدو تلوسې غاړه ورکړه او یو ځل بیا په چمتوالي بوخت سو ، د بوتان له سیالۍ درې میاشتي وروسته ټالینډ هیواد ته د سیالۍ لپاره و خوځید ، هلته یې هم په ښه میړانه سیالي وکړه خو دا ځل مو زمری په ۴۵ هیوادونو کي ۵ مقام راووت  . که څه هم د ۴۵ مخ په وده هیوادونو منځ کي ۵ مقام د یوه سپېره هلمندي لاس ته لویدل کومه اسانه او ساده خبره نده ، خو دا چي د ښاغلي ځلاند له پیله دا عادت جوړ سوی وو چي لومړی ، دوهم او یا دریم مقام وګټي نو د ټایلنډ په هیواد کي هم هیڅ عجبه نه وه خو زه یې د زمري پر مات زړه تاوانوم او د هغه زړه پر دولت ، د سپورټ پر چارواکو او عامو خلګو تاوانوم چي دا زړه هغوی مات کړی که داسي نه وای سوي نو هاسي به هم نه کیده .
اوس نو یو ځل بیا زمری د و‌‌طن پر لور رهي دی دوه زړه توب سخت غالب دی
که وتیر ځل ته و ګوري خو په وطن کي به یې هیڅ څوک هرکلی ونکړی او کله چي ۴۵ هیوادونو ته ځیر سي هیله مندي ورته پیدا سي . په دې فکرونو کي زمری کابل ته رسیږي ، تر مینل کي څوک نسته ، د باندي هم څوک نسته چا ټلیفون هم ورته ونکړ بس لکه نور مسافر ده هم یوې ټکسي ته لاس ورکړ او ور پورته سو .
زمریه! د داسي چا څخه ګیله کوې؟ چي هغه دي په تګ ندی خبر په راتګ به دي څنګه خبرسي؟ ته له هغو ګیله مه کوه چي پښې یې په نکروزو وي ته ووایه دوی ولي تاته درسي ها ؟؟؟ ستاسره دومره پیسې سته چي دوی پرې خوشحاله کړې ؟ د دوی ستا له ګټي او تاوان سره څه کار دوی ویاړ او افتخار څه پیژني ، وطن دوستي او … چا ورښوودلي .
ته ځه هلمند ته ولاړ سه کابل پریږده ، کیدای سي هلته دي ستاینه وسي ، ارمان به دي هلته پوره سي ، د هلمند والي دې افتخاراتو ته په درنه سترګه ګوري ، تل یې ستایلي دي ، هلته د سپورټ امر هم ښه سړی دی تل خپلي لوبډلي او لوبغاړي ستایي . د زمري د زړه دې خبرو هغه راضي کړ او د هلمند پر لور رهي سو ، خو هلته هم هر څه په صفر کي ضرب سوه .
هیره دي نه وي چي د ټالینډ په سیالیو کي د زمري سره د حاجي جلاالدین مرستي او هڅوني د یادوني او ستایني وړ دي .
 
زمري یوه نادره کیسه هم راته وکړه ویل : ((د روژې مبارکه میاشت وه چي موږ د بوتان سیالیو ته د چمتو والي په حالت کي وو ، له کابله راته دسپورټ امر ټلیفون وکړ چي هلکه! روژه خو به دي نه وي نیولې ؟ ما ورته غبرګه کړه روژه مي ده او زه جوړ تیار یم هیڅ ستونزه نسته ، خو هغه ډیر ټنګار کوی چي باید روژه ماته کړم خو ما ورسره ونه منل)) .
نومړي دا هم وویل کله چي بوټان ته ورسیدل نو د افغانستانه راغلي نور لوبغاړي به بازارونو او ښارونو ته د سیل لپاره وتل خو زه به په اطاق کي تږی پروت وم اوبه ، به مي هم نه څښلې ما ویل هسي نه وجود مي خراب سي او سیالي له لاسه ورنکړم .
نو کله چي یوه سیالي په دومره خوارۍ او زاره ترکۍ کټل کیږي ، هر کله چي د هیواد سر لوړول ډیر ستونزمن وي ، دا سي مهال چي ناممکن ممکن او خوبونه رښتیا سي نو د هغه پرښتې عزت ولي موږ نه کوو چي ددې ټولو نیکمرغیو راوړونکې وي . ولي دې ته لار هواره کړو چي د افغانستان بیرغ یوازي په سنګرونو کي ورپیږي؟ پریږدی چي د دنیا په ګوټ ګوټ کي دا بیرغ شغلې و کړي او هر نادان او دانا یې و پیژني چي تور ، سور او زرغون یاني افغانستان .
په دې برخه کي له چارواکو سخته ګیله کیږي چي د سپورټ په برخه کي یې هیڅ ندي کړي او که یې بیاکړي نو د مور او میرې چلند پکي حتمي دی
مثلاً له کابله د افغانستان کریکټ لوبډله هلمند ته را و غوښتل سوه و ستایل سوه ، و ګرځول سوه او …
دا ښه خبره وه هلمند اوس هم د هغوی په قدمونو ویاړي خو ددې سیمي ویاړمن  رانه د پښو خاوري سوه لکه زمری ځلاند ، شکر الله ، عزیز ، مټوخان ، جانان عبدالواحد او …
زمری وایي : ماته مي ملګري ، وروڼه ، مور او پلار تانه راکوي چي دومره خواري د ي و کښه خو د چالپاره ؟ هیڅ ګټه یې درته ونه رسیده . هغه ته یې مور او پلار وایي موږ غریب خلک یو خپله خواري اومزدوري کوه دا کارونه د هغو دي چي ډیري پیسې ولري .
زمری په داسی حال کي د کرایې په کور پسي ګرځي چي په سریلانکا کي تر سره کیدونکو سیالیو ته دچمتو والي په درشل کي دی
زمری وایی (( شاوخوا یوه ، یوه نیمه میاشت وروسته سریلانکا کي سیالي لرم ، سخت خواشنی یم ، په کوم زړه ، په کوم همت ، په کوم احساس ، په کومه انرژي ، په کوم ذهن ، په کوم اقتصاد او په کومو امکاناتو ورمخکي سم .
خلګ چي چمتو والی نیسي ورځ په ورځ تیاریږي خو زه ورځ په ورځ ولیږم سخت خواشنی یم چي دا به څنګه سي . خدای دي ژر یو سم د کرایي کور را پیدا کړي چي خپل سپورټ ته ور ایله سم ))
رښتیا چي مړه قومونه مړه ستایي ، ژوندي نه