اكسفورډ،نوېمبر ۲۰۱۲
پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار ۷۵ كاله وړاندې د ننگرهار د مزينې رود په حصارك كې د ژوند پرمخ سترگې پرانېستې . لومړنى ښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو ” ابن سينا او دارالمعلمين ” كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى .
پر ۱۹۶۲زيږدي كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى . د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانگو د پوهنيز – څېړنيز غړي په توگه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل گړدوده (لهجې) د هېواد له گوټ گوټه راټولې كړې او څېړلې دي .
له ۱۹۶۶ تر ۱۹۷۲ ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توگه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه ، ادبپوهنه او توكمپوهنه ( اتنولوجۍ ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ لوړترين بريليكونه ترلاسه كړي دي . له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده .
له ۱۹۸۴-۱۹۸۶ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توگه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله (۱۹۹۴-۱۹۹۶ز. ) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توگه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون Family Reunion پر بنسټ د انگليستان په پوهنتوني ښار “اكسفورډ” كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده .
څېرمه چارې او دندې
۱۹۷۲-۱۹۷۵ز. د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه .
۱۹۷۸- ۱۹۷۹: د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري .
۱۹۸۰: د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب .
۱۹۸۰: د افغانستان د سولې ، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري .
۱۹۸۰–۱۹۸۴ : د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري .
له ۱۹۹۱ راهيسې علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنگي ټولنې مشري چې همده يې بنسټ اېښی دی.
علمي او ادبي هستونې
۱- علمي – څېړنې : پښتو نومتړنگونه يا اسمي تركيبات ( الماني ) ، پښتو پښويه ، پښتو ويي پوهنه ، پښتو ليكلار ، پښتو بدلمېچ (پښتو شعر څنگه جوړېږي ؟)، پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې ، پټه خزانه يوه لغوي خزانه ، پښتو سيندګى(هممانيزونه)، پښتوسيندگى(نويزونه) ، انگرېزي – پښتو سيندگى ( سربلونه + اوستربلونه ) ، دآرپوهيز (اېتېمو لوجيک) سيندگي ړومبی ټوک(ا-ټ)، د خوشال ادبي پښتو، پښتو ليکلارښود، د ژبپوهنې بنسټونه ، غږپوهه او د پښتو پښويي (گرامر) ، درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه) خپرونه .
۲- ژباړې : پښتانه او ورونه مليتونه ، د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك ( له الماني ) ، پټه خزانه (پرالماني) او پردې سربېره يې د ښوونځي له مهالپېره تر اوسه (له پارسي رانيولې تر الماني او انگرېزي) بېشمېر دوه اړخيزې لنډې او اوږدې ژباړې د کورنيو او بهرنيو رسنيو له لارې خپرې کړې او يايې په څېړنغونډوکې اورولې دي.
۳– ادبي ( پېيلې او ناپېيلې ) ټولگې : زنداني نغمې، سوزونه او سازونه ، وينه او مينه، گلكڅونه، گلولې ، اندوژوند ، اندو واند ، رزم وبزم ، پوهه او گروهه ، د سبرونو نڅا ، گلوييونه ، څڅواكي ، زما نړۍ ، د مرجانونو څانگې ، نوې پېړۍ او نوې زرۍ ، اور و وينې ، ساندې او سندرې ، د يوولسم پوړ کړکۍ يا مينه د زړه په وينه ( ناول ) او ناپېيلې ( نثري ټولگه ) .۳-۴ ناچاپې پېيلې شعري ټولگې او څو ټوکه ادبي او څانگپوهيز ليکونه.
د دغو چاپي اثارو ترڅنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انگرېزۍ شاوخوا درو زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړنو او ويناوو ، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليكوالي او څېړنوالي ريكارډ جوگه كړى دى .
پر دغو ټولو علمي – فرهنگي هلو ځلو سربېره د افغان – پښتني ټولنې دغه هڅاند او نوښتگر پوهاند او ليكوال نژدې څلوېښت كاله د ” يوې – كره ليكنۍ پښتو ” او ” نوي – ازاد پښتو شعر ” غبرگ غورځنگونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوگه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه تاريخي ونډه پرځاى كړې ده .