په دوشنبه کي د افغانستان، تاجکستان او اېران د ولسمشرانو ترمنځ په غونډه کي پرېکړه وسوه چي درې سره هيوادونه د ريل ګاډۍ په ذريعه سره وموښلول سي.
د اېران د مهر آژانس وايي د حامد کرزي، امام علي رحمانوف او احمدي نژاد ترمنځ په کلنۍ غونډه کي چي د نوروز په مناسبت سره راغونډ سوي وو، يو قراراداد لاسليک سو چي د افغانستان تاجکستان او اېران ترمنځ د ريل ګاډۍ پټلى او سړک تېر سي چي د يادو سوو هيوادونو ترمنځ تجارتي اړيکي نور هم پرمختګ وکړي.