کور / تازه خبرونه / هلمند: ترافيکي پېښه رامنځ ته سوې

هلمند: ترافيکي پېښه رامنځ ته سوې

د کندهار او هرات پر لويه لار د هلمند ولايت په اړونده سيمو کي نن ورځ يوه ترافيکي پېښه رامنځ ته سوه چي په پايله کي ئې ٢٥ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د هلمند امنيتي چارواکي وايي چي پېښه د هلمند ولايت په دلارام سيمه کي د يوه ٣٠٣ ډوله موټر او يوه باروړونکي موټر تر منځ رامنځ ته سوې .
د چارواکو په وينا چي په پېښه کي ٥ تنه وژل سوي او ٢٠ تنه نور ټپيان سوي او ټپيان د درملني په موخه د ملي اردو و سيميز روغتون ته وړل سوي.