کور / تازه خبرونه / ۶۰۰ ښوونځي د امنيتي دلايلو له کبله تړلي پاته دي

۶۰۰ ښوونځي د امنيتي دلايلو له کبله تړلي پاته دي

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره خپل مطالب د نوي تعلیمي کال پیل، پدې برخه کې پرتو ستونزو او په اروپایی هیوادونو کې د افغانانو په پناه اخستلو کې زیاتوالي ته ځآنګړې کړي.
ويسا;
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې د ولسمشر کرزي په وینا بحث کړې او د پوهنې په اړه یي د هغه له دریځه ننګه کړې.ورځپاڼې لیکلي، چې ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې یو مهم ټکي ته اشاره وکړه او هغه دا کوم کسان، چې له پوهنې سره دښمني کوي، دوي غواړي، چې افغانستان د تل لپاره د ګاونډیو هېوادونو غلام پاتې شي. ورځپاڼې په دې اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې، چې اوس مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې کابو شپږ سووه ښوونځي د امنیتي دلایلو له کبله تړلې پاتې دي او ورځپاڼې دا یوه غمیزه بللې ده
خدمتګار;
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا لږ څه څرګند بحث کړې او لیکلي، چې طالبانو د دوو لکو زده کوونکو په وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلې دي دې ورځپاڼې هم په دې اړه د ولسمشر کرزي څرګندونې راخیستي او لیکلي، که طالبان د افغانستان د خپلواکۍ ادعا لري، نو خپلواک افغانستان یوازې د لوستو کسانو په ډیریدو راتلې شي.
هېواد:
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې هم د افغانستان د پرمختګ او هوساینې لپاره د پوهنې وده ضروري بللې او پدې برخه کې یی د ولسمشر کرزي د دریځ ننګه کړې.
محور:
محور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د پوهنې وده او ساتنه تر هغو ناممکنه ده، چې خلک ښوونځي خپل ملکیت و نه بولي.ورځپاڼې ددې ترڅنګ د پوهنې په وړاندې پرتو ځینو نورو ستونزو ته هم اشاره کړې او لیکلي، که څه هم د پوهنې وزارت د ملکي تشکیلاتو اووه شپیته سلنه جوړوي، خو له تیرو دریو کلونو راهیسې ورته یوازې اتلس سلنه بودیجه ځانګړې کیږي. ورځپاڼې لیکلي، چې پوهنې وزارت ته د کمې بودیجې ځانګړې کول ددې سبب شوي، چې دغه وزارت د مسلکي انسټیټیوټونو په جوړولو کې پاتې راشي او له دې سره په هېواد کې د بې کارۍ کچه لوړه شي.د کابل ورځپاڼو پاتې مطالب تر ډیره په اروپایی هیوادونو کې د افغانانو د پناه اخستو مسئلې ته ځآنګړې شوي.
;ملي باور
; ملي باور نا دولتي ورځپاڼې د اروپایی ټولنې د احصایی د دفتر د شمیرنې پر بنسټ لیکلي، چې یوازې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې نږدې دیرشو زرو افغانانو ددې ټولنې په غړو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې.ورځپاڼې لیکلي، چې د پناه غوښتنې تر شا د امنیتي ستونزو او ګواښونو ترڅنګ د ښه اقتصادي حالت موندل هم شامل دي.
محور:
محور لیکلي، چې په افغانستان کې امنیتي حالاتو او له اقتصادي پلوه د ځینو افغانانو بیوزلۍ او د ځینو حرص ته په کتو سره د خلکو تیښته او په اروپایی هیوادونو کې پناه غوښتنه کومه حیرانوونکې خبره نده. ورځپاڼې په هېواد کې د بې باورۍ د فضا موجودیت او د خلکو اقتصادي ستونزې بهرنیو هیوادونو ته د خلکو د تیښتې اساسي لاملونه بللي. ورځپآنې حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د خلکو د تیښتې د مخنیوي لپاره باید هغوی ته باید داسې شرایط برابر کړي، چې هم یی اقتصاد او هم یی ژوند خوندي شي.