کور / تازه خبرونه / کندهار: د پنجوايي قربانيانو ته تاوان ورکړل سوى

کندهار: د پنجوايي قربانيانو ته تاوان ورکړل سوى

اسوشيېټيډ پريس آژانس د کندهار د چارواکو په حواله ويلي چي امريکا د پنجوايي د پېښي قربانيانو ته د هغوى د مړو او ټپيانو د تاوان په نوم پيسي ورکړي دي.
راپور وايي د هر مړي پر سر شاوخوا ٥٠٠٠٠ ډالره او د ټپي پر سر ١٠٠٠٠ ډالره د هغوى خپلوانو ته ورکړل سوي دي.
د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري هم د امريکا د ولسمشر د مرستي په نوم د پيښي قربانيانو ته د پيسو ورکړه تائېد کړې ده.
د پنجوايي ولسوالۍ په زنګاوات کلي کي دوې اونۍ دمخه امريکايي عسکرو شاوخوا ١٧ تنه ملکي کسان چي ښځي او کوچنيان هم پکښي شامل ووژل.
امريکا وايي د رابرټ بېلز په نوم عسکر چي په دې جنايت متهم دئ، تر محاکمې لاندي دئ چي ښايي د مرګ په سزا او يا عمر ي بند محکوم سي.