کور / تازه خبرونه / کندهار: ملي امنيت پاکستانى ځانمرګى نيولى

کندهار: ملي امنيت پاکستانى ځانمرګى نيولى

باختر آژانس وايي د کندهار د ملي امنيت پوليسو دوه ځانمرګي په جلا جلا عملياتو کي نيولي چي يوه يې غوښتل د کندهار امنيه قومنداني په نښه کړي.
راپور وايي په نيول سويو کسانو کي تن ١٨ کلن پاکستانى دئ، چي ځان د کراچي ښار اوسېدونکى ښيي.
دوى دواړو اقرار کړى چي په پاکستان کي روزل سوي او کندهار ته د ځانمرګو بريدونو دپاره رالېږل سوي وو.