د امريکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د کندهار او بګرام پېښو ته په اشارې ليکلي، چې دغو غمړليو پېښو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ماموريت د ژر ختمولو لپاره د دغه تړون د غړيو هېوادونو د خلکو هيلي زياتې کړي دي.
په دې مقاله کې، چې عنوان يې دی:(په افغانستان کې د برياليتوبونو ساتنه) ويل شوي، سره له دې چې دا پېښې بوږنوونکې وې، خو نه په افغانستان کې د امريکا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت مهمې ګټې بدلوي او نه هم دا مانا لري چې په افغانستان کې دې جګړه ناکامه شوې وي. دلته لا هم د برياليتوب لاره پرانیستې ده، خو شرط دا دی چې په راتلونکو څو مياشتو کې سمه پرېکړه وشي.
دا امريکايي ورځپاڼه وايي: هغه دردوونکي درس چې موږ د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د يوولسمې نېټې له حملې واخيست لا هم د پام وړ دي. څه چې په افغانستان کې پېښېږي، په امريکا کې زموږ پر امنيت مستقيم اغېز لري.
ورځپاڼه زياتوي: موږ په نويي يمه ميلادي لسيزه کې افغانستان ته شا واړوله، د دې کار نتيجه دا شوه چې په دغه هيواد کې يو بنسټپال رژيم واکمن شي.
دغه رژيم تروريستان پرېښوول چې د افغانستان له خاورې د اډې په توګه کار واخلي. له بلې خوا يې د افغانستان پر خلکو په تېره بيا پر ښځو داسي زورواک، ظالم او په عين حال کې د منځنيو پېړيو نظام واکمن کړ.
نو که موږ بيا افغانستان هېر کړو مليونونه افغانان به، چې هرڅه يې له موږ سره د اتحاد په خاطر له خطر سره مخامخ دي، منفي نتيجې وويني چې دا به د دواړو لپاره ناوړه او له مصيبته ډک وي.
د بريتانيا ډيلي ټلګراف ورځپاڼې بيا په دې باب چې پاکستان نه غواړي چې طالبان پر افغانستان مسلط شي، ليکلي: پاکستان له ډېرو وختونو راپه دې خوا په دې تورن دی چې د دې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې ګوډاګي حکومت واک ته ورسوي او د هند د نفوذ مخه ونيسي.
دې ورځپاڼې د پاکستان د استخباراتو د مخکيني رييس احمدشجاع پاشا مرکه خپره کړې. په دې مرکه کې د افغانستان په اړه د اي ايس اي پټ دريځونه څرګند شوي دي.
د ورځپاڼې له مخې پاشا وايي، پاکستان نه غواړي چې طالبان بيا پر افغانستان واکمن شي. پاکستان د دې خلاف غواړي چې د طالبانو په شمول يو پراخ بنسټه حکومت رامنځته شي څو له دې لارې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پاي ته ورسېږي.