کور / تازه خبرونه / د اېران مرستي زهرجني وبلل سوې

د اېران مرستي زهرجني وبلل سوې

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره د ایران د لوی درستیز د مرستیال په وروستیو څرګندونو او په افغانستان کې د ایران د لاس وهنو په اړه تبصرې کړي، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې په خپله تبصره کې په افغان دولت انتقاد کړې دې، چې د ایران د لاس وهنو سره سره په دغه هېواد باور کوي او کله ورسره کلتوري او کله هم اقتصادي تړونونه لاسلیکوي.

د ورځپاڼې په وینا ایران هم د افغانستان د کلتور او هم نه غواړي، چې افغانستان د اقتصاد له پلوه پرمختګ وکړي او په خپلو پښو ودریږي.

ورځپاڼې د ایران د لوی درستیز د مرستیال وروستیو څرګندونو ته په اشارې تهران ته هم دا سپارښتنه کړې، چې له امریکا سره دې دښمني په خپل هېواد کې وپالي او په افغانستان کې دې له لاس وهنې لاس په سر شي.

ورځپاڼې په نهایت کې له افغانستان سره د ایران مرستې هم زهرجنې بللي او لیکلي، چې دا مرستې هم تر ډیره د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کوي.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې ایران په افغانستان کې په یو شمیر ډلو ټپلو زیاته پانګونه کړې، ددغو ډلو مشران یی شتمن کړي او له دوی سره د قومي، ژبنیو، فرهنګي او مذهبي تړاوونو ورسره مرستې کوي.

خو ورځپاڼې د ایران د لوی درستیز د مرستیال څرګندونو ته په اشارې، چې په کې د امریکا په وړاندې د مقاومت د نوې ډلو رامنځ ته کیدو ته اشاره شوې، لیکلي، چې ایران پدې هم قانع ندې او غواړي، چې د نویمې لسیزې په څیر حالات رامنځ ته کړي.

د ورځپاڼې په باور که څه هم تراوسه څرګنده نده، چې هغه نوې ډله به څوک وي، چې د ایران لپاره له امریکا سره وجنګیږي، خو داسې ښکاري، چې دغه هیواد به یو ځلې بیا په کومې پخوانۍ جنګي ډلې پانګه ونه کړې وي.

ورځپاڼې په خپل وروستي تحلیل کې لیکلي، که د ایران رسمي دریځ همدا وي، چې د پوځ یو جنرال یی څرګندوي، نو افغانستان ته پکار ده، چې له دغه دښمن ګاونډي سره پر اړیکو او راشه درشه له سره غور وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د ایران د پوځي چارواکي په وروستیو څرګندونو انتقاد کړې او لیکلي، چې ددغه هیواد پوځیان او مذهبي ډلې باید خپلې څرګندونې بیرته واخلي.

ورځپاڼې لیکلي، چې افغانستان ایران او پاکستان په خپله وروستۍ درې اړخیزه سرمشریزه کې پدې موافقه کړې وه، چې د یو بل په کورنیو چارو کې به لاس وهنه نه کوي، خو داسې ښکاري، چې ایران اوس دا ژمنه هیره کړې.

ورځپاڼې ایران تورن کړې، چې د افغانستان په وړاندې د ښه ګاونډیتوب، د یو بل د ځمکنۍ بشپړتیا او د درناوي له ټولو منل شویو اصولو نه سرغړاوی کوي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې په افغانستان کې د ایران افغاني او ایراني جاسوسان هڅه کوي، چې له وروستیو پیښو نه ناوړه ګټه پورته کړي او خلک راوپاروي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا ددې لاس وهنو په وړاندې د افغان سیاسي، دولتي کړیو بې حسي هم د غندنې وړبللې.

ورځپاڼه لیکي که افغانان په یوه غږ راپورته شي او د پردیو د لاس وهنو په خلاف ودریږي، نو هیڅ یو ایرانې او پاکستانې به دا جرئت ونکړي، چې افغانستان د بد مرغه کولو هڅه ونکړي.

د ورځپاڼې په وینا دغه اوسنې حالت، چې څومره د معرضو ګاونډیانو او یا کاذبو دوستانو د توطیو زیږنده دې، همدومره زمونږ د خپلې بې حسۍ او بې پروایی هم پکې رول او ونډه ده.