په دې کي شک نشته چي دغه ۳۴کاله او ۳۴پسرليه زموږ پر ځوریدلی ولس با ندي په ډیر بد حالت کي تیر سوه. او هر افغان په هر کال کي دغه دوعا کړیده ، چي خدای دي زموږ ملت ددغه بد بختۍ اود غمیزي څخه خلاص کړي ، خو نتیجه ئې ددغه دوعاو څخه نه ده تر لاسه کړې ، ولي! ورځ تربلي دیوې بلي بد بختې سره لاس او ګریووان سوي دي.او په هر مر حله کي حالت تر بل وخت یا تیروخت خراب سوي دي ، خودښو کیدو وخواته نه یو تللي او نه مو سمه ورځ لیدلې ده ، نو نتیجه څه ده ؟؟ . موږ با ید خپله یوه نتیجه تر لاسه کړو.څو وکولای سوچي دافغانستان دغه بدبختۍ اوغمیزي ته دپای ټکی کښیږدو.
زه فکرکوم !چي دوعاوي اغیزي نه کوي او یوازي هغه عقل چي ستر پرورد ګار، مهربانه خدای موږ ته را کړی دی هم دغه عقل به په کار اچوواودستونزو هغه اصلي علت به لټو څوچی موعلت پیداکی ، بیا به یې په چاره پسي تلاښ کوو،داځکه چي په حرکت کي برکت سته. نن دیوې لوی سروي له مخي داسي معلومیږي چي دافغانستان ستونزي ته خپله افغانان دپای ټکی ایښودلای سي.
موږ په ډاګه لیدلای سو، ویلای سواواحساسولای سوچي دافغانانو په منځ کي دوستي،ورورولي اوملي وحدت د منځه تللی دی، خو آرزو مودا ده چي افغانان با ید ملی وحدت ته ارزښت ورکړي او په خپلو منځوکي پر ګډ وټکو، ملی ګټواودهیواددبیا سمسورتیا په خاطرسره یوموټی سي.خپل هیواد خپله جوړ کي وپردیو ته ددې وخت ور نه کړي چي زموږ خاوره دخپلو ګټو پر بنسټ استعمال کړي،په دې هیواد کي هر قوم او هره ژبه زموږ ملي افتخاراولویه سرمایه ده.هر څوک چي ملي ، سیمه ئیزي ، ژبنیواختلافاتو ته داور دتازه کولو لمن وهي ؛ هغه ملی خائین دی او ددښمن پر ژرنده اوبه اچول دي اوبس.
ګران پو هان ددې څخه په بشپړه توګه خبر دي ، چي زموږ روښانه تاریخ او دتاریخ ځلانده وختونه ، لوی افغانستان ، متحد افغانستان داټوله په ملی وحدت سره تر سره سوي دي.او نن چي موږ دغه ۳۵ کاله کړیږو، زخمیان یو ، مرواو خاوره مو تر اشغال لاندي ده ، ددغو ټولو په سرکي یو علت واقع دي هغه د (ملي وحدت نه درلودل).که موږ افغانانوهروخت ځانونه افغانان وبلل او یو او بل ته مود صبراو حوصلې په میدان کي دملي ګټو په خاطرتیریدنه (ګذشت) وکی نوبه ددوستۍ او میني فضآ ګرمه سي .یوو بل به سره ومنواو ټولوغمیزو ته به دپای ټکی کښیښودل سي.نو به ددې هیواد څخه یو ځل بیا لوی افغانستان ، آزاداو سرلوړی افغانستان جوړسي. که نه؟؟ نو به تر ډیرو کلونو پوري دپردیو په دسیسو کي را ښکیل، بې اختیاره ، په کورنیو جنګو اخته اوداور په لمبو کي به دغسي لټ لپټ اوړو لکه اوس چي موږ يې په همدغه وخت کي په خپلو سترګووینو.همسایه هیوادونه به دخپلو ګټوخوبونه راپکښي ویني ،ستر هیوادونه به دخپلو ګټوخوبونه په موږ کی ویني اوددسیسو ښکاربه یو.نو یو ځل بیا یا دونه کوم،چي!! یا به یو ځای کیږو او یا به نابودیږوددې دبدونتیجه هم زموږ په لاس کي ده او دښو نتیجه هم زموږ په لاس کی ده .
زما ددې خبرو ټوله برخه هغه سیاسي ګوندونو او ټولنیزو ټولنو او په هیواد کي دننه او دباندي هغه افغانانو ته ده کوم چی ددې ملت پرسريې شعارونه جوړ کړي دي اوځانونه یې راهبران اودملت په نوم مشران کړي دي ، خودعمل مشران هغه کسان دی چي ددې ملت او هیواد دپاره یو قدم دخلکود ملي پیوستون اویووالي د پاره واخلي او ترخپلوځاني ګټو تیرسي. دبیلګي په توګه په دغه اوسني وخت کي چي موږ یې وینو چپ قوتونه دپخواني حزب ډموکرتیک خلک پا ته شؤني څه کم پر اتیاو غټو او کوچنیو برخو سره تقسیم سوي دي، چي تر پخواې ټولنی ته پرا بلم اتیا چنده ډیر کړی دی.هم دغسي مذهبي راستي محافظه کاري ډلی که حساب سي هم یې تعدادتر سلو اوړي ، چي په همدغه توګه افغانان سره پاشلي دي .اوپه خپلو منځوکي ډیر لږ اختلافات چي تر ډیره ځایه سلیقوي اختلافات دي سره بیل کړي دي. او دګټوپر سر نه سره جوړیږي.
پر دې بر سیره قومي اختلافات په هیواد کي هغه کچي ته رسیدلي دي ، چي په تیرو زمانو کې بیګه موږ نه سو لیدلای. دبیلګي په توګه په لوی کندهار کي تر هغه اندازې قومونه سره بیل دي چي په یوه پښتانه قوم کي په لسهاوقومونه او قومي رسمي شورا ګاني را منحته سوي دي . که څه هم دا کار په قانوني لحاظ داوسني دولت په قانون کي ممنوع دي خو بیا هم دغه دولت دی چي نوموړي شورا ګاني هڅوي او تشویق کوي تر څو خپلي ګټي ترې وا خلي.په داسي حال کي چي په پخوانیو وختونو کي دغه خبري نه وې او یا هم ډیري لږوې چي په حساب کي نه سي را تلای ، دبیلګې په توګه زما هغه دوستان چي ددوستۍ زمانه یې تر دیرشواوڅلویښتو کلونو اوړي ، خوزه یې پخوا په قوم نه وم خبر چي په کوم قوم پوري اړه لري ، موږ ته دشناخت دپاره دغه مهمه وه چي دغه دوست دکومي کوڅې دی، دکوم بازار دی اوداسي نور.
نتیجه : دافغانستان داوسنیو ستونزوعلتونه په خرورو دي خو موږ یې دلته داسي را لنډو.
لومړی : افغانان با ید هر نوع اختلافات سره پریږدي ؛ یوازي دي دافغانستان دغه بهران ته پاملرنه وکي او یو ملي پیوستون دي پر ملي ګټوسره ولري،که څه دا کار ګران کار دی ( خوبله چاره اصلآ نه سته).
دوهم : خارجي قوتونه په افغانستان کي نا کامه ، بدنامه او دماتي سره مخا مخ دي،دخبرو دلاري با ید دخارجي قوتونودوتلو دپاره زمینه برا بره کړل سي.
دریم : د کرزي دحکومت چارواکي په اداري فساد ککړ ، په قومي اختلافاتو لړلي ، دپردیو هیوادونو سره نا قانونه اړیکو لړلي اخته کسان دي چي نوموړی دولت یې ضعیفه کړی دی.دنوموړي دولت ضعیفه پالیسي ددې سبب سوې ده چي خارجي قوتونه دافغانستان ملي ګټو، فرهنګي ارزښتونو ته په سپکه ستر ګه ګوري. او دخپلو سترا تیژیکواډوخوبونه ویني.
څلورم : اوسنی وخت دسولي او پخلایني وخت دی نه داختلافاتو نو لازمه ده چي موږ هغه افغانان چي په اوسني وخت کي دهیواد و ګټو ته صادقه او په دې پراخ ملي وحدت کي ځانونه شریکول غواړي با ید حق ور کړل سي . او دهغه دشخصیت او انرژی څخه دهیواد په بیا آبادولو کي ګټه وا خیستل سي. په اوسني وخت کي چي ناټواو ۴۸هیوادونوپر موږ با ندي یرغل کړی دي موږ نه شوکولای چي اوس یوه عادلانه محکمه جوړه کړو یا جنګسالاران محکمه کړو او یا هم دپخواني خلک ډمو کرا ټیک ګوند مسؤل کسان محکمه کړو.خودا محکمې به سبا ته پریږدو ؛ ځکه اوس وخت دملي پیوستو او یووالي دی.
یا دونه : موږ اوسنی ستونزمند پسرلی په داسي حال کي نمانځو چي تر اوسه لا دپنجوائي دزنګاوات شهیدان خاوروته نه دي سپارل سوي او تراوسه لا دهغوی دوستان دویر پرکمبله ناست دي . خوبیا هم زما دوعا داده چي دافغانستان دګوټ ،ګوټ دشهیدانو روح دي ښادوي ، پر افغانانو با ندي دملي یوالي ږغ کوم . او امیدلرم چي په نوي کال کي دافغانستان دخلکوستونزي دملي وحدت دلاري هواري سي او نوري مندي پر خپلو نازولو اولادونو دویر پر ټغر کښې نني او دنوي کال په ویاړ خپل دغه دزړه آه تاسو ته په دغه شعر کي ډالی کوم.
سور پسرلی
پسرلی را غلی موږ ته به را وړي د مرسل ګلونه
د نوي کال دا مید نو او سنبل ګلونه
بیا به تازه کي مړا وي سوي هغه ژړګلونه
بیا به عاشق ومعشوقې ته وړي دسر ګلونه
پسرلی را غی بیا به دښتي کي بخمل په ګلو
بیا به روښانه کي با غونه او پنډل ګلونه
دغره لمني به غاټول کي په سره رنګ د میني
هم به په منځ کي دغاټولو سي سپن اوژړګلونه
ګوندي خندان سي ټول ترینګلی زوړنه
هیربه پرهیرسي دځپلواو دغم کلونه
نوی درود نوې دوعا کوم په نوي کال کې
چي نوي وسپړي د ز ړو نو د ملحم ګلونه
د پنجوائي دزنګاوات سوي نارې آهونه
بیا دي وانه ورم دشهید اودزخمي ږغونه
دغیرت او دهمت په وینو سره جامونه
هرهیوادنوش کړه دانسان اودبشرنومونه
پرموږ یې کښیښوده دغه بد القاعده نومونه
دا په عر بو کې جوړسوي ارسالي نومونه
آسمان هم سیل او تماشې کوي زموږ پر انګړ
دپنجوایی په شاني سره سوه هغه شنه با غونه
سپرلیه! را وړه غواړم د خوښۍ پیغام ستا له مؤجه
ستا د نسیم په پلوشوکی مو تازه کړه ځپل سوي زړونه
نن دسکروټو او باروتوپه اور دواړه سوځو
دادبهره څخه راغلي لټوي خپل وټیزخوبونه
نن استقبال ته دي در تلای نه سم په بندو لاسو
بیا چي آزاد سوم جوړوم به پر باغو بانډارونه