کور / خبرتیا او پيغامونه / په امارتو کې میشتو افغانانو ته خبرتیا!

په امارتو کې میشتو افغانانو ته خبرتیا!

ټاکل شوې ده چې دافغانستان کرکټ ملي لوبډله د پنجشنبې په ورځ دمارچ میاشتې په 22 نیټه په 2:00 بجي، د 2012  کال نړیوالو شل اوریزو سیالیو د ټاکنیز پړاو په لړ کې خپله لومړنۍ فاینل لوبه د نیمیبا هیواد په وړاندې ترسره کړي .


که افغانستان دا لوبه ووګټي نو نېغ په نېغه به د شل اوريزو لوبو نړيوال جام ته چې په سپتمبر کې به په سريلانکا کې ترسره کېږي بريالی شي.


په متحده عربي اماراتو کې له ټولو میشتو افغانانو په ځانګړې ډول دکرکټ له مینه والو څخه په درنښت هیله کیږي چې د دغې په زړه پورې لوبو لیدو ته د دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي ته تشریف راوړي.


د کرکټ نړيوالې شورا ويلي دي چې که دې لوبې ته افغانان په ډېر تعدا کې راشي نو شايد په راتلونکې د افغانستان چانس زيات شي چې لوبې يې نېغ په نېغه په تلويزيونونو وښودل شي.
په په عرب اماراتو کې له ټولو افغانانو څخه په درنښت هیله کیږي چې د خپل هیواد د ملي لوبډلي د تشویق او سرلوړي په موخه په ټاکل شوې ورځ د لوبي لیدلو ته راشی .