د جګرې دوام، بد امنيت، د ملكي خلكو وژنې، د راز – راز تاوتريخوالي ډېرېدل، د قانوني فضا نشتوالى، د دولت، ناتو، امريكا او مخالفينو جګړه ييز عمليات، د امريكايي پوځيانو خپلسري او د شپې خوځښتونه، په دولتي اداراتو كې بيساري فساد، د بيت المال چور، د دولتي او شخصي زمكو غضب د اقتصادي مافيا فعاليت، د خلكو د پراخه پرګنو په منځ كې وزګارتيا، يخ ژمى، لوږه او بېوزلتيا اوس هم د ټولو هغه سياستوالو او مدني فعالينو په اذهانو كې لومړى ځاى لري چې د ننه يا بهر د افغانستان په اړه فكر كوي او غواړي چې د حل يوه لار ورته ومومي.
دا موضوع په تيرو څو مياشتو كې ځكه ډېره د پام وړ شوه چې امريكا متحده ايالاتو يا هغه هېواد چې جګړه يې په افغانستان كې پيل كړې او اوس په دې لومه كې په ښكاره ښكيل ښكاري، د افغانستان د دولت له مخالفنيو سره د سولې د خبرو په اړه ضد او نقيض خبرې كوي او غواړي چې د ځينو اروپايي هېوادونو او امريكا په ټاكنيزو سياليو كې ګټې وكړي او عامه افكار د ځان په خوا وكاروي.
په 2012 كال كې په افغانستان كې د امريكا، ناتو او نورو ملګرو هېوادونو جګړه يوولسم كال ته ننوته. دا اوس د امريكا په تاريخ كې تر ټولو اوږده خونړۍ او بى ثمره جګړه ده چې د پاى ته رسېدو پلونه ټول نړېدلي ښكاري. د افغانستان خلك له دې ورانوونكى جګړې څخه كركه كوي، د سيمې خلك د دې جګړې د ظاهري اهدافو په رښتيوالى شك ښكاروي او د نړۍ هغه ستر ځواكونه چې اوس په دې جګړه كې ښكيل دي، خپلو ولسونو ته درواغ وايي او چارواكي يې چې خپله د سترو صنعتى – تجارتي ګټو مالكان دي، د خپلو اوږد مهاله ستراتيژيكو ګټو د پراختيا او تضمين له پاره، كله دې ته له ترهګرو سره د جګړې نوم وركوي، كله طالبان يادوي او كله په افغانستان كې د پرمختګ او ولسواكۍ نارى وهي؛ خو ګټې يې خپلې دي او د خپلو رسنيو د سترو شركتونو او جال په بركت خپلو ډېرو غير انساني غوښتنو ته انساني رنګ وركوي او د خلكو سترګو ته خاورې شيندي.
د امريكا او لويديځ دولتونه خپلو خلكو ته د افغانستان غلط انځور وړاندې كوي او وايي چې وضع په افغانستان كې د دوى د وينو او پيسو په مرسته ښه كېدونكى ده او ژر به په نړۍ كې د داسې يوه بل بريالي دولت او پرمختلونكي هېواد نوم وځليږي چې د امريكا او ناتو په مرسته په پښو درېدلى او د ولسواكۍ په دريځ ختلى دى!
كېداى شي چې امريكا داسې يو برياليتوب ته رسېدلى واى، كه چيري دوى د (بن) په غونډه كې اشتباه نه واى كړې او د هېواد د چارو واګې يې داسې يوې ډلې ته په لاس نه واى وركړي چې له يوه ستر بحران او ناورين څخه د افغانستان د ويستلو وس، واك، پوهه او اراده نه لري. دا ډله چې ښه ملي تركيب هم لري، هسې په مادي او نفساني ګټو كې ډوب ده چې اوس يې خپله اراده او د خپلو نړيوالو ملګرو مادي او معنوي ملاتړ د ماتې په درشل دورلې او د يوه ستر اولس ستر ارمانونه يې بيا خاورې كېدو ته نژدې كړي دي.
د دې ليكنې مطلب هم همدا دى چې افغانستان د همدې وارداتي ادارې او د هغه د نړيوالو ملګرو د پلانونو د نه اغيزمنتيا له امله له داسې يوې راتلونكي سره مخامخ دى چې تياره ښكاري. شك نشته چې په تيرو لسو كلونو كې په افغانستان كې كارونه هم شوي دي؛ خو د شوو كارونو او پاته او خورا ضروري كارونو په مينځ كې واټن دومره زيات دى چې شوي كارونه پيكه ښكاري.
د افغانستان ډېره پېچلې وضع دا په زغرده وايي چې د دې هېواد په هكله ټول كورنۍ او بهرني سياستونه له ماتې سره مخامخ شوي او حالت ژورې ، رښتيانى، عقلاني او عملي بيا كتنې ته اړتيا لري. بهرنيو سپارښتنو د افغانستان ستونزې حل نه بلكه زياتې دي كړې.
دلته به په دې ناكامه كورنيو او بهرنيو سياستونو لنډه رڼا واچوو او به وينو چې افغانستان د كرښې پاى ته رسېدلى او يوه عقلاني او عملي بدلون ته اړتيا لري:
* تېر كال د شفافيت (رڼښت) نړيوالې ټولنې د افغانستان دولت د نړۍ درېيم ډېر فاسد دولت ونوماوه. په دې لست كې سوماليا له افغانستان څخه مخكې دى. هغه سوماليا چې مركزي دولت نه لري او لكه د 71 – 1375 ل ﻫ كابل او افغانستان په شان د څو وسله والو ډلو، ډلګيو او غلو له خوا اداره كيږي. دا ډېره رښتيا خبره ده چې اوسنۍ ادارې فساد د افغانستان په تاريخ كې ساري نه لري. رشوت، اختلاس، د بيت المال غلا، د زمكو غضب، د شخصي او عامو جايدادونو تروړل، د مافيايي اقتصاد وده، د مكافات او مخابرات نشتوالي، د ډلو او ټوپكو په زور واك چلول، د قانون ماتونكو امنيتي شركتونو شته والى او اهل كار ته د كار نه سپارل د داسې يو فساد عوامل دي چې د ننګ دا تور داغ يې د افغانستان په وچولي لګولي او هيڅوك هم نه شي ويلاي چې دا ستونزه به د همدې چارواكو په وجود كې كله پاى ته ورسي؟
* د سره صليب نړيوالې كميټي ويلې چې بشري حالت په افغانستان كې ډېر بد شوي او كېداي شي چې په راتلونكى كال كې به لا بد شي. د دې كميټې مشر جاكوب كلينبر وايي چې جګړې ملكي تلفات ډېر كړي او خلك په ليرو سيمو كې روغتيايي آسانتياوي نه لري. د مجاهد اونيزه كاږي چې په بدخشان كې ځنې خلك داسې واښه خوري چې (پتك) نوميږي او د څاروو له پاره دي. په دې لنډو ورځو كې په ولسي جرګه كې د بدخشان استازي خليل الله شهيدزاده وويل چې د سږ كال د ژمي په سړو شپو كې په واخان كې د غنمو ډوډۍ نه پيدا! او په لسګونه كسان هلته د واورې او يخنۍ له امله مړه شول. د ورته ستونزو راپورونه له نورستان څخه هم رارسي.
* د افغانستان د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي چې په افغانستان كې شپږنيم مليونه ماشومان له تاوتريخوالي او كورنيو او ټولنيزو تهديدونو سره مخامخ دى. د ILO د هغه وروستنى راپور له مخې چې د Samnel Hall Consulting په مرسته برابر شوي، د كابل او ننګرهار د خښتو د بټيو نيمايي كارګران له 16 كلنو څخه ټيټ ماشومان دي. راپور وايي چې لوږه او بېوزلتيا دا ماشومان درانده كار ته اړ باسي. د راپور له مخې په دې ولاياتو كې د ماشومو کارګرانو په ډله کې 48% داسې نجونې دي چې سن یې له نهو کلونو څخه لږ دی او یوازې 15% ښوونځیو ته ځي.
* په افغانستان کې 12 ملیون کسان د فقر له نړیوالې کرښې Poverty line څخه ټیټ ژوند لري. دا رقم وایي چې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې اقتصادي سکتور په رښتیانی مانا وده نه دی کړې. سمه ده چې امریکا، ښاغلي کرزي او نور چارواکي د سترو پرمختګونو غورې کوي؛ خو دا چې د افغانستان 40% خلک په لوږه او بېوزلتیا کې ژوند کوی، ښکاري چې د اقتصاد پرمختګ واقعي نه بلکه ظاهری او نمایشي دی.
* د کال 2010م د نومبر په میاشت کې داسې یو راپور خپور شو، چې وايي افغانستان د ټولنیزو طبقاتو د پیدا کېدو د امکاناتو له مخې په نړۍ کې درېیم ځای خپل کړي دی. دا په دې مانا ده چې په افغانستان کې څو د ګوتو په شمار ملیونران او بلیونران پیدا شوی او عام ولس د وزګارتیا، لوږی، بېوزلتیا او ډېرو ټولنیزه ستونزو په لور سوق شوی، چې دا خپله د جګړې د دوام لوی عامل بلل کېدای شي.
په افغانستان كې دې مليونرانو او بيلونرانو د رقابتي كار په نتيجه كې پيسې نه دى پيدا كړې، بلكه دوى د لومړى او دوهم درجه چارواكو وړونه او نژدې خپلوان دي چې د سياسي زور او واك په بركت يې قرار دادونه اخستى او د پروژو د نيمګري تطبيق په نتيجه كې دى افسانوي پانګو ته رسېدلې دى.
د سږ کال ساړه ژمي وښوده چې د افغانستان د خلکو پراخه پرګنې د طبیعي ستونزو په وړاندې څومره بېوسه دي. هغه راپور چې د همدې میاشتی په نیمايی کې خپور شو، څرګندوي چې په افغانستان کې اوس نیم ملیون خلک له خپلو کورونو څخه بیځایه او د امنیت، کار او ډوډۍ له پاره د هېواد نورو سیمو ته کډه شوي. د دې راپور یوه ليكونكۍ مېرمن حوریه مصدق وايي چې هره ورځ څلور سوه نور افغانان خپل کورونه پریږدي او بیځایه کیږي. بله خوا د کډوالو او کورنیو بیځایه شوو په پنډغالو کې په دې ژمي کې ډېر ماشومان او لویان د یخنۍ له امله مړه شوي دي چې د ډېرې خواشينۍ خبره ده.
* د خلکو د بېوزلتیا او ادارې فساد له ستونزو څخه چې تېر شو، په هېواد کې د جنګي حالت دوام ډېر د اندېښنې وړ دی. د دولت، د دولت نړیوالو ملګرو او د دولت د وسله والو مخالفینو جنګي عملیات هر وخت ملکي خلکو ته د سر او مال درانده زیانونه اړوي. په افغانستان کې د امریکا او ناتو د شتون په یوولسم کال کې دا حالت له زغم څخه وتلی او خلک یې له دولت څخه ډېر لري کړي دي. د امریکا او ناتو په ناڅاپي او شپې عملیاتو کې معمولاً ملکي خلک زیان ویني چې یو نه جبیره کېدونکی عمل دې. دې ستونزې د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو تړون ته هم لوی خنډ جوړ کړی او اوس داسې ګونګوسې اورېدل کیږي چې کېداي شي دا تړون لاسلیک نه شي!
د بهرنيو پوځيانو د داسې وحشيانه اعمالو وروستى بېلګه د كندهار د پنجوايي د زنګاوات پېښه ده چې په ترڅ كې يې امريكايي سرتېرو شپاړلس بېګناه ملكي افغانان ووژل. په فيسبوك باندې د دې افغانانو عكسونه هر د وجدان خاوند انسان انتقامي عمل ته هڅوي. دې عمل وښوده چې د بشرې حقونو د ساتنې په برخه كې د امريكايانو شعارونه څومره درواغ او د خلكو د غولونې له پاره جوړ شوي دي.
ورته اعمالو د افغانستان د دولت او خلكو واټن دومره ډېر كړى چې كله دولتي پلاوى او د ولسمشر وروڼه د فاتحې له پاره زنګاوات ته ځي، ډزې پرې كيږي او يو ساتونكى يې وژل كيږي.
* نړيوالې ټولنې په تېرو لسو كلونو كې په افغانستان كې 360 مليارد ( بليون) $ لګولي چې ډېر يې جګړو ته ځانګړى شوي؛ خو 57 بليون $ د پرمختيايي كارونو له پاره وو. BBC وايي چې له دې سترې مرستې سره – سره بنسټيز بدلونونه ډېر محسوس نه دي او خلك بېوزلي شوي دي. اوس – اوس د افغانستان د اقتصاد وزارت او نړيوال بانك په خپل يو ګډ راپور كې چې د كال 2012م د مارچ په څلورمه خپور شوى، وايي چې لا هم د افغانستان خلك د خواركي توكو د نه خونديتوب له ستونزې سره مخامخ دى.د دې راپور له مخې د خوراكي توكو د نه خونديتوب له ستونزې سره 80% هغه خلك مخامخ دي چې په ليرې سيمو كې ژوند كوي.
د دې راپور تحليل داسې دى چې شاوخوا 69% خلك د خوړو خونديتوب نه لري، 29% د اړتيا وړ كالوري نه شي اخستى او په افغانستان كې د ماشومانو خوارځواكي په نړۍ كې تر ټولو لوړه ده او 54% هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځه كلنۍ څخه ټيټ دي، له نارملۍ ودې څخه بې برخې دي.
* پاسني ستونزه هغه وخت ډېره لویه ښکاري چې په افغانستان کې امریکا او ناتو د جنګ د اوږد مهاله پلانونه په هکله ډېر وضاحت نشته او سړی د هغه لویو هېوادونو له چارواکو څخه ګډې وډې خبرې اوري چې په افغانستان کې سرتېري لري او دلته لګښتونه کوي.
د افغان جرګه اونیزه لیکي چې د CNN د ټلویزیون شبکې د سروې له مخې د امریکا 63% خلک د افغانستان له جګړې سره مخالف شوي او فکر کوي چې وضع خرابیږي. د ورته فشارونو په پایله کې هالند خپل سرتېرې له افغانستان څخه ویستل او د کاناډا او استرالیا په شان نور ځواکمن هېوادونه هم د خپلو سرتېرو د ویستلو تابیا کوي.
د كال 2011م د اكتوبر په اتمه په لندن كې خلكو په افغانستان باندې د پوځي يرغل د لسم تلين د غندلو په موخه لاريون وكړ او چغې يې ووهلې چې دا جګړه بس كړئ! دا جګړه نه شي ګټل كېداى. دا لاريون په افغانستان كې د جګړې ضد ائتلاف له خوا جوړ شوى او ډېرو مدني بنسټونو او فرهنګي – هنري شخصيتونو پكې برخه اخستې وه.
* په افغانستان کې د امریکا یو حقیقت موندنکي پلاوي څو میاشتی مخکې ویلي و چې په افغانستان کې د ولسمشر اوباما تګلاره د دې هېواد او خلکو له ګټو سره په ټکر کې ده. دغه پلاوي چې شل ورځې يې په افغانستان کې تېرې کړې وې، وايي چې د اوباما تګلارې او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د امریکايي پوځیانو ناوړه اعمال، د دغه هېواد له واقعیتونو سره سمون نه لري او له ماتې سره مخامخ دي.
* په افغانستان کې د اوباما د تګلارې ماته د کاغذ په مخ د یوې طرحې ناکامي نه ده، دا د جنګ په ډګر کې د یو ستر پوځ (امریکا – ناتو) او سیاست او استراتیژیو ماتې ده چې عواقب به يې افغانستان او نړۍ ته ډېر خطرناک وي. امریکا او ناتو کله چې افغانستان ته راتلل، ګومان یې کاوه چې طالبان او القاعده به ژر مات کړي او په افغانستان کې به د ځینو داسې تنظیمي ډلو او څېرو په مرسته یو ولسواک نظام جوړ کړی چې په ولسواکي يې باور نه درلود او د (میم زور ما، ټول د ما) د پالیسۍ پر بنسټ يې، د افغانستان ټول واک، امکانات او شتمني ځان ته غوښته.
څو میاشتی مخکې په افغانستان کې د امریکا او ناتو د پوځونو پخوانی مشر جنرال مک کرستل وویل کله چې موږ په لومړي سر کې افغانستان ته تلو، افغانستان مو سم نه پېژاند او اوس یې هم سم نه پېژنو! استانلی مک کرستل د امریکا د بهرنیو اړیکو شوری ته وویل امريكا او ناتو په افغانستان کې خپل نیمايي اهداف تر لاسه کړي او ډېر نور لا پاته دي.
ده وویل چې موږ د افغانستان د تېر پنځوس کلنی تاریخ په هکله تت معلومات درلودل او د یوه مشروع دولت د جوړولو په برخه کې پاته راغلي یاستو! ورته خبرې تېره اونۍ په كابل كې د انګلستان د پخواني لوى سفير له خولې هو واورېدل شوې. نوموړي وويل چې دولت يې د افغانستان په هكله ستره اشتباه كړې ده! ،
* په دې وروستیو ورځو کې امریکایی ډګرمن دانیل دیوس وویل چې امریکایی پوځیان د افغانستان د جګړې په اړه غلط او درواغجن انځور وړاندې کوي. دی وايی څه چې ده په افغانستان کې عملاً لیدلي، د امریکا د لوړ پوړو چارواکو او ناتو له خبرو ، ویناوو او اعلامیو سره په زغرده توپیر لری. دلته سړي ته د جنرال مک کرستل اعتراف ور په یاد شي چې وايي دوی افغانستان سم نه پېژاند او لا یې هم سم نه پیژني؛ خو هغه پوځ، پوځي قوماندانان او شاته ناست سياستوال به څنګه سم پلان جوړ تطبیق کړي او څنګه به د بریالیتوب په خوا په مخ لاړ شي چې تر يرغل لاندې هېواد سم نه پيژني؟
په دې ورځو کې دا غلطې اعلامیې نورې هم ډېرې شوي. په کال 2012م کې په امریکا او فرانسه کې ټاکنې کېدو کې دي؛ ځکه نو چارواکي خپلو خلکو ته درواغ رپوټونه ورکوي چې په افغانستان کې وضع ښه شوي او ژر به اوباما د مایکروفون شا ته ودریږي او خلکو ته به د افغانستان د جګړې د ګټلو اعلان وکړي! لکه ده چې څو ورځې مخکې په خپله کلنی وینا کې همداسي خندونکي خبرې وکړي او وې ویل چې طالبان مات شوي او القاعده په تېښته ده!!
واقعیت دا دی چې په افغانستان کې امریکا او ناتو له سختو ستونزو سره مخامخ دي. د افغانستان له پاره د دوی ډېر پوځي او سیاسي پلانونه له ماتې سره مخامخ او ټولنه په یو ډول انارشیزم کې ډوب ده. د دولت وسله وال مخالفین فعال دي او نوي جنګي فصل ته تیاري نیسي. د دولت او امریکا تر مینځ ستونزې چاغېدونکی دي. کورني او بهرني سیاسي فعالین د افغانستان په اړه راز – راز وړاندویني کوي. ځینې هېوادونه له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د ویستلو پلانونه جوړوي او افغان امنیتي پوځونو ته د مسوولیت لیږد کال رانژدي کيږي؛ خو دا مسوولیت لیږد په داسې شرایطو کې عملي کیږي چې افغانستان لا هم ډېر کمزوری دولت لري او په دولت کې د ستر یون او بدلون راتلونکی هم تیاره ښکاري.
* څو ورځې مخکې ولسي جرګې هغه وزیران استیضاح ته راوغوښتل چې د تېر بودجوي کال 40% یا لږ بودجه یې په پراختیايي چارو لکولي ده. د افغانستان 26 وزارتونه او خپلواکه ریاستونه له بده مرغه د ظرفیتونو د ټیټوالي او د مصلحتي وزیرانو د کاري ضعف له امله، په دې نه دي توانیدلي چې خپله ټوله بودجه ولګوي. اوس به هغه ولسي جرګه له دې وزیرانو څخه تپوسونه کوي چې خپله یې %12 پراختیایي بودجه لګولي او بیا به یې د جزا له پاره هغه څارنوالي ته معرفي کوي چې 11% بودجه يې مصرف کړي او د لست په پای کې ځای لري! تر دې جالبه خو لا دا ده چې ولسمشر کرزی له یو کال ځنډ وروسته بیا همغه سرپرست وزیران د نویو وزیرانو په توګه اعلان کړل چې یو ځلې ولسي جرګې د اعتماد رایه نه ده وركړې او اوس د بودجې په مصرف کې هم پاته راغلي اود ولسي جرګې د استیضاح له ستونزې سره مخامخ دي!
* تېرې دوه اونۍ په افغانستان کې دولت او د هغوی بهرنیو ملاتړ کوونکو پوځیانو ته ډېره بده اونۍ وه. امریکایانو په بګرام کې سپیڅلی کتاب وسیځه، په مقابل کې د افغانستان ډېرو خلکو په هرات، کندز، پروان، کابل، ننګرهار، او ځینو نورو سیمو کې لاریونونه وکړل. دې لاریونونو وښوده چې د دیني او ملي مقدساتو د سپکاري په وخت کې د افغانستان ټول خلک ورته غبرګون ښیي. دې لاریونونو دا هم وښوده چې هم زموږ خلک ژر په غوسه کیږي او اور اخلي او هم زموږ پولیس ډېر مسلکي نه دي او ژر د ټوپک په ژبه خبرې کوي. له همدې امله په لاریونونو كې 30 – 40 ګډون وال ووژل شول او 200 – 300 ټپیان شول.
دا خبره لا نه ده سړه شوي چې د کورنیو چارو وزارت کې دوه امریکایی سلاکاران ووژل شول. ناتو خپل سلاکاران د افغانستان له وزارتونو څخه وغوښتل او د افغانستان او امریکا او ناتو تر مینځ د اعتماد فضا ته دروند زیان ورسېد، او بيا د كندهار د زنګا وات د عام وژنې خبرونه خپاره شول چې ټوله نړۍ يې له يوې سترې پوښتنې سره مخامخ كړى ده. آيا هغه خلك چې افغانستان ته د مرستې له پاره تللى او ځانونه د سړيتوب، پرمختګ، ولسواكۍ او بشري حقونو مدعيان بولي، همداسي وحشيانه عمل كوي؟
له دې مخكې ولسمشر حامد كرزي له BBC سره په مركه كې ويلي و چې افغانانو ته د امنيت په ټينګولو كې پاتې راغلي ياستو! ده ويلې چې حكومت او ناتو له طالبانو وروسته په تېرو لسو كلونو كې افغانستان ته د امنيت په راوستو كې پاتي راغلي چې دا په تېرو لسو كلونو كې په ماته باندې د ولسمشر حامد كرزي ډېر بربنډ اعتراف بلل كيږي. د كال 2012م د مارچ په څلورمه د افغانستان د علماوو شورى ولسواكي په څپړه ووهله او وي ويل چې ښځې دې خپل حدود وپيژني او بهر ته دې بې محرمه سفر نه كوي!
د علماوو د شورى دا علاميه هغه ستونزې ته ګوته نيسي چې د افغانستان په اساسي قانون كې شته. دا قانون هم اسلام مني هم د بشري حقونو اعلاميه! دا هغه تريخ واقعيت دى چې بايد جدي پاملرنه ورته وشي او په قانون كې د تعاريفو وضاحت وشي چې خلك خپله لاره او ګودر وپيژني او په دوو كې ورك پاته نه شي.
دلته د یوې بلې خبرې یادول اړین دي او هغه دا چې افغانستان یو تصنعی او نمایشی اقتصاد لري. واردات 5 ملیون $ او صادرات 500 ملیون $ دي. دوه ورځې مخکې د قالینو اتحادیي مشرانو وویل چې په کال 1390م کې د افغاني غالیو تولید او صدور 75% کم شوی. ها خوا په واشنګټن کې د افغانستان د مشرانو په کور کې جګړه وشوه. زه هغه ځاي ته د افغانستان سفارت نه وایم، بلکه د مشرانو د زامنو حجره یا د ساعتیري خونه يې بولم؛ ځکه په دې جګړه کې د مرستیال ولسمشر استاد خلیلي او لوي څارنوال الکو زامن ښکیل وو چې هم یې خپل حیثیت ته زیان ورساوه او هم يې دا وښوده چې په افغانستان کې ټاکنې څومره غیر اصولي او غیر مسلکي دي او د ولسمشر کرزي د مصلحت پالنې د تګلارې بد عواقب او دیپلوماتیکه کمزوري يې نندارې ته كېښوده!
که همداسې يې وشمېرو داسې په لسګونو او سلګونو بېلګې شته چې د افغانستان دولت له سختو ستونزو سره مخامخ دي زه دا په ډاګه وایم چې په افغانستان کې د دولت وسله وال مخالفین ډېر پیاوړي نه دي، اصلي حقیقت دا دی چې د افغانستان خلک له دولت څخه ډېر لیرې شوی او دولت تر ستوني پورې په فساد کې ډوب دی.
د (راه آینده) میاشتنۍ چې یو کال مخکې یې په کابل کې خپرونې پیل کړي، په یوه عملی تحلیل کې په افغانستان کې د امریکا – ناتو د لس کلن شتون او د دولت د پر له پسې ناکامیو لنډیز داسې وړاندې کړي دي:
1. د پیاوړي مرکزي حکومت ، ملي حاکمیت او سیاسي خپلواکې نشتوالي.
2. په ټول هېواد کې د کنټرول شوي انارشیزم پراختیا.
3. د سیاسي ثباټ او امنیت نشتوالی، بي عدالتي او بېوزلتیا.
4. له بهر څخه هېواد ته د طالبانو بیا سمبالول او لیږل.
5. د افغانستان ډېرو سیمو، ولسوالیو او کلیو ته د مذهبي بنسټ پالونکو د بیا راتګ د لارې برابرول.
6. د چارواکو له خوا د بیساري ادارې – اقتصادی فساد خورول، د ملي شتمنیو لوټ، د خلکو او دولت د ملکیتونو غضب او د نړیوالو مرستو غلا.
7. د هېواد په ټولو اقتصادي، مالي، سیاسي او پوځي بنسټونو باندې د مافيايي شبكو بشپړ تسلط، د غير قانوني پولي راكړه – وركړه، د نشه یي توکو او د وسلو د اخستلو، لیږد او پلور په سوداګري كې د مافیایي شبکو د ونډې زیاتیدنه.
8. د هېواد ملي منافعو ته د ژمنو ملي وسله والو پوځونو په جوړښت شک.
9. د ملکي تلفاتو زیاتیدنه، د ژوند د چاپیریال ورانېدل او د شخصي زندانونو او پوځونو شتون.
هغه څه چې (راه آینده) لیکلي، د افغاني ټولنې هغه تراخه واقعیتونه دي چې شته او هیڅوک سترګې نه شي ځني پتولاي. دا واقعیتونه ښیي چې دولت او د هغه ملاتړی (امریکا – ناتو) ځای په ځای (مارش) کوي او د وړاندې تګ وس، اراده او ځواک یې له لاسه ورکړي دي.
واقعیت دا دی چې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې ډېرې خونړي تېروتنې شوی. امریکا غواړي چې د توپونو او ټاکنونو په زور داسې یوه ډلګې او مفکوره د افغانستان په خلکو ومني چې دوی ورته تیار نه دي. د تېرې یوي مياشتنۍ پېښو دا واقعیت یو ځلي بیا ثبوت کړ چې د افغانستان خلک د بهرنیو پوځونو تېروتنې نه شي زغملاى او غبرګون ښيې.
اوس د افغانستان د خلکو وار دی چې سره نژدې او خپل دیني او ملي مسوولیتونو ته ځیر شي او د افغانستان د راتلونکي په اړه فکر او عمل خپله ملي دنده وبولي. لویې توطیې د پلی کېدو په درشل کې دي، د باروتو، لوګې او وینو بویونه پزې ته رارسي، باید ټول عقلاني او منطقې فکر وکړي. ولسمشر کرزي ته ډېر وویل شول چې افغانستان له یوه لوی توپان سره مخامخ کېدونکي دی؛ خو ده ډېر غوږ ورته و نه نيوه او بيا – بيا يې و مصليحتونو له مخې افغانستان ته درانده زيانونه واړول دلته خطاب ولسمشر كرزي ده دى؛ خو د ده مرستيال مارشال فهيم قسيم او استاد خليلي او نور لوړ پورې د دې سترو غلطيو شريكان بلل كيږي او له مسووليتو بري نه دي همدا ډله په هېواد كې د پاڅېدونكي توپان اصلي مسببین بلل کیږي؛ هغه كسان چې د يوه ستر اولس ستر ارمانونه يې له خاورو سره برابر او ډېر تاريخي وختونه يې ضايع كړل، بايد له پوښتنې سره مخامخ شي او ځواب ووايي.