د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست خبر ورکړى چي په دې ولايت کي ئې يوشمېر وسله وال نيولي.
د چارواکو په وينا چي ياد کسان چي د کندهار او روزګان ولايت اوسېدونکي دي د يوشمېر عملياتو په ترڅ کي نيولي سوي.
چارواکي زياتوي چي په نيول سوو کسانو کي يو تن د ٢٠ تنو د ډلي قوماندان هم ؤ او هم ئې په ښار کي پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کړي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو خپله څه نه دي ويلي.