هغه لویه او پراخه غونډه چی په همدی موخه د روزګان ولایت د غونډو په تالار کی کی جوړه شوی ووه په کښی د روزګان ولایت والی محمد عمر شیرزاد ترڅنګ د یو شیمر امنیتی مسولینو قومی مشرانو علماو او نیږدی ۴۰۰ تنو ځانانو کډون کړی وو
په غونډه کی د خبرولپاره ډیره برخه ځوانانو ته ځانکړی شوی وه . ټولو ځوانانو په خپلو خبرو کی د ولایت او مرکزی حکومت څخه مننه وکړه چی په روزګان ولایت کی یی د امنیت ساحه پراخه کړی ده خو هغو زیاته کړه چی موږ اوس تعلیم ته تر بل هروخت ډیره اړتیا لرو ، ترڅو د روزګان ځوانان هم د نورو ولایتونو دځوانانو په څیر د تعلیم او تربی د لاری خپلی ټولنی ته کار وکړی ، دغه ځوانانو د روزګان له والی څخه وغوښتل چی په روزګان ولایت کی دی ددوی لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابره شی او د پوهنتون په جوړیدو ، د سپورت او نورو سالمو بوختیاو زمینه دی ورته برابره شی
دغو ځوانانو په غوڼده کی یوه ځانګړی مشاعره هم وړاندی کړه او په خپلو شعرونو کی یی په دی خبره ډیر ټینګار کړی وو چی نور موږ جنګ نه بلکی داسی یوه سوله غواړو چی موږ نور زموږ خوندی او میندی په دی خبره ونه زول شی چی ولادونه او یاهم د نورنی غړی یی د جنګ جګړی او ماین قربانی شوی دی
د روزګان ولایت والی محمد عمر شیرزاد هم د نوی کال مبارکی د روزګان ولایت د ټول ولس ترڅنګ د هیواد جمهوریس حامد کرزی ته د یو پیغام دلاری وویل او زیاته یی کړه چی دی په دی هڅه کی دی چی په ۱۳۹۱ کال کی د امنیت ساحه پراخه او د هغه ښوونځیو دروازی چی د زده کوونکو پرمخ تړل شوی دی بیرته د روزګان ولایت د بچیانو پرمخ پرانیزی
د ښاغلی شیرزاد په خبره چی د روزګان ولایت لپاره د پوهنتون په خبره کی په دی ولایت کی د کندهار پوهنتون د لاری د تعلیم او تربی پوهنځي منظورشوی ده چی ډیر ژر به پرانیستل شی او د ځوانانو د سالمی ودی لپاره دده دکارونو په لمړی توبونو کی په دی نوی کال کی د یوپراخ سپورتی سټودیم جوړه ول دی چی کارونه به یی ډیر ژرپیل شی
د روزګان ولایت د ځوانانو لپاره دغه غوڼده چی د نوی کال د لمړی ورځی په مناسبت جوړه شویده نن ترشپی تر ناوخته به دوام وکړی ، په دغه پراخه غوڼده کی د ځانګړی مشاعری ترڅنګ د موسیقی پرواګرام هم ځای شوی او د هیواد یو شمیر سندرغاری چی دغه غونډی ته بلل شوی پسرلنی سندری هم ووایی