کور / ترخې خبري / د غازی سردار محمد ایوب خان قبر د ورانیدو په حال کې

د غازی سردار محمد ایوب خان قبر د ورانیدو په حال کې

په پيښورښارکې د درانيانو په هديره کې  دغازي محمد ايوب خان قبرسره څيرمه د اميرشيرعلي خان دميرمن او دغازي سردارمحمد ايوب خان دمور قبر او دغه راز د سردارجلال الدين خان دميرمن او دسردارمحمد ابراهيم خان قبرونه هم شته خو د  وزيرسيد محمدخان قبر چې له دغو قبرونوڅخه يو څه لرې و ورک شوی دی اوښايي پرځاي به يې نور مړي ښخ شوي وي.
د غازی سردارمحمد ایوب خان قبرچی په سپینو مرمر پوښل شوی  پرې لګيدلې  ډبرې ټولې ماتې شوي او څه یې هم غلاشوې دي او دغه مقبره  د ورانیدو  په حالت کې ده.
په پیښور کی د افغان قنسلګری دد مقبرو جوړیدو کومه هڅه له اوسه پوری نه د کړی
 د سیمی خلک هم وایی چی که د دی قبرونو ساتنه ونشی ، له قبرونو څخه به پاتې ډبرې هم يوړل شي.
( د دی د ساتلو والا څوک نشته . دوی له افغانستان نه راغلی او دلته یی دا ځای په نصیب شوی . او د دوی دا اقبرونه ټول انتیک دی ، د شپی خلک راځی او تبزی تیرینه وړی ، او دا نور قبرونه هم ورسره خرابیږی . مونږ له مشرانو غواړو چی په دی نظر وساتی .)
ایوب خان په کال  1293هجري لمريز کې وفات شو او دپښورښارپه شيخ حبيب بابا زيارت سيمه کې دخپلې کورنې دڅونوروغړوخواته خواروته وسپارل شو.