په پکتيا کې د کتابپلورنځيو مسولين او د مدني ټولنو غړي په يوه خوله وايي چې په دې ولايت کې د کتاب پلور او مطالعې دود تر پخوا ډېر عام شوی دی.
د مدني ټولنو فعالين د اطلاعات او فرهنګ چارواکي په ياده سيمه کې د کتاب د مطالعې دودلوی ثبوت په دې وروستيو څو مياشتو کې د ډېرو نويو کتابپلورنځيو او عامه کتابتونونو جوړېدل بولي.
په ګردېز کې د علمي کتابپلورنځي مسول قاري محمد نسيم سادات د خپل کتابتون د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې په نويو عصري کتابونو سمبال کتابتون يې له پخوا څخه ارمان وو.
نوموړي زياته کړه چې په کتابپلورنځي يې نږدې (200,000,0) افغانۍ لګښت کړی دی، ده وويل (( په کابل کې مې هم کتابتون جوړولی شوی هغلته له دې ډېره ګټه کوي خو دا مې ښه وګڼله چې په ګردېز کې کتابخانه خلاصه کړم او خپلو خلکو له دې لارې د علم زياتولو هڅه وکړم)).
دی دا هم وايي چې پخوا تر دې يې په ښار کې په همدې نوم يو وړکی کتابپلورنځی لاره، د دې کار پراختيا ته يې د کتاب سره د خلکو مينې او پلور وهڅاوه چې خپل کتابپلورنځی نور هم غني او پراخ کړي ده وويل (( اوس د ورځې ان تر دېرشو زرو افغانيو پورې کتابونه هم خرڅيږي)).
په ګردېز کې د تجربوي لېسې د ۱۲ ټولګي زده کوونکي رحمت الله رحيمزي ته وويل چې د نويو او عصري کتابپلورنځيو په جوړېدو سره به د دوئ شته ټولې ستونزې هوارې شي.
نوموړي زياته کړه چې له ۱۰ ټولګي څخه وروسته يې د کانکور امادګۍ کورسونه پيل کړي دي اوس چې په ۱۲ ټولګي کې دی نو مجبور دی چې نوي، نوي کتابونه په دې برخه کې پيدا او مطالعه کړي ترڅو په کانکور ازموينه کې بريالی شي.
ده وويل(( مخکې به مو کتابونه له کابل او خوست څخه راغوښتل اوس دلته کتابخانې جوړې شوې دي، مشکل نه شته هر کتاب چې غواړو پيدا کوی يې شو)).
په پکتيا کې د اوښتون کلتوري ټولنې غړی شاعر او ليکوال محمد اسمعيل لاروي د علمي کتابپلورنځي د پرانيستې پرمهال وويل چې دا په پکتيا کې د خپل ډول لومړی کتابپلورنځی دی چې جوړيږي.
نوموړی زياتوي چې درې کاله وړاندې په ګردېز کې دوه کتابپلورنځي و چې په ډېر کم شمېر سره ټولنيز، ساينسي او سياسي هر اړخيز کتابونه به پکې پيدا کېدلی شو خو اوس په دې وروستيو دوو کلونو کې د کتابتونونو شمېر څه چې زيات شوی هر اړخيز کتابونه پکې په اسانۍ سره موندل کيږي.
دی د کتابپلورنځيو زياتېدل او په نوي او عصري ډول سره جوړېدلو لوی لاملونه د سواد د کچې لوړېدل، په پکتيا پوهنتون کې د پوهنځيو زيادښت او په ښوونځيو کې د زده کوونکو شمېر زياتېدل ګڼي خو وايي چې کتاب لوستل د ننګرهار،خوست او ځينې نورو ولايتونو په څېر دلته هم يو ډول دود ګرځېدلی دی.
د پکتيا پرېس کلب مشر ليکوال او ژورناليست احسان الله مهجور هم وويل چې په پکتيا کې د کتابپلورنځيو زياتېدل د دې ښکاره ثبوت دی چې د کتابونو د مطالعې دود زيات شوی دی، ده وويل (( که دا دود نه وی زيات شوی نو په عصري ډول او يو ښه معيار کتابپلورنځی به ډېر وروسته هم دلته نه وی جوړ شوي))
نوموړی وايي چې څلور کاله وړاندې په ګردېز کې دوه کتابپلورنځي او يو عامه کتابتون و چې ډېر کم ليکوال او شاعران به ورتلل او کتابونه به يې پکې اخيستل او مطالعه کول او ډېر وخت به په کتابپلورنځيو کې د خوښې وړ کتابونه د اخيستو له پاره په ډېره سختۍ ورته پيدا کېدل.
سرچينه زياتوي چې اوس په عامه کتابتون سربېره ښکلي،ښکلي کتابپلورنځي جوړ شوي دي چې زده کوونکي، ليکوال او هرڅوک د خپلې اړتيا وړ کتابونه پکې پيدا کولی شي.
د پکتيا پوهنتون د تعليم او تربيه پوهنځي د پښتو څانګې زده کوونکي مسعود ته په خبرو کې وويل چې د مطالعې او کتابونو پېر او پلور زياتوالي د دوئ له پاره اسانتياوې رامنځ ته کړې دي، ده وويل (( پخوا کتابخانو والا هڅه نه کوله چې هر رقم کتاب راوړي ځکه نه ورته خرڅېدل خو اوس په هره کتابخانه کې هر رقم کتاب شته او خرڅيږي ورته)).
په ګردېز کې د اطلاعات او فرهنګ ريس محمد شفا مشفق ته وويل چې دوئ په دې ډېر خوشاله دي چې په پکتيا کې له پخوا څخه اوس د کتاب اخيستونکو او مطالعه کوونکو په شمېر کې ښکاره زياتوالی راغلی دی.
نوموړی زياتوي د مطالعې دود ځکه زيات شوی دی چې د پکتيا له ټولو ګڼ نفوسو ولسواليو څخه دوئ ته غوښتنليکونه راغلي چې په ولسواليو کې ورته عامه کتابتونونه جوړ شي، ده وويل (( څمکنيو،احمدابا،سېدکرم،زرمت او نورو څو ولسواليو نه غوښتنليکونه راغلي دي چې کتابتونونه ورته جوړکړو)).
ده زياته کړه چې په ډېرو ولسواليو کې يې د عامه کتابتونونو جوړولو په موخه د ولسواليو په همکاري ځايونه هم موندلي چې په نږدې راتلونکي کې به د خلکو د غوښتنې د پوره کولو په موخه د ولايت په همکاري کتابتونونه پرانيزي.
نوموړی دا هم زياتوي چې په پکتيا کې يو لوی عامه کتابتون لري چې ډېره برخه علمي کتابونه پکې شته، خو اوس له دې ورهاخوا په پکتيا کې مدني ټولنو هم کتابتونونه جوړ کړي او وخت په وخت خلک ترې ګټه اخلي.
د يادونې وړ ده چې يو کال وړاندې په پکتيا کې څلور کتابپلورنځي او يو عامه کتابتون و چې اوس په ګردېز کې ۱۳ کتابپلورنځي يو عامه کتابتون او يو د ښځو د مطالعې له پاره په ښځو چارو رياست کې عامه کتابتون او څلور مدني ټولنې د خلکو د مطالعې له پاره خپل، خپل کتابتونونه لري.