ای د ښایستونو لوی واکمنه، د رنګونو د چمن مالیاره، د ښکلاوو د حُسن ټولواکه، د کاییناتو د تقدیراتو قاضي، د خوښیو د ښیرازه نړۍ واکداره او د مینې د لویې هستۍ جوړونکیه!
موږ ټول یوازې تا ته د زاریو منګولې پورته کوو، زموږ د نیاز او راز مرجع یوازې ته یې او موږ د خپل روښانه سباوون ټولې هیلې یوازې په تا پورې تړلې دي.
د زرینو وړانګو مالکه! موږ یوازې تاته د خپلو زاریو کچکول وړاندې کوو، یوازې تاته د خپلو دعاوو لمن غوړوو، یوازې تا ته په خپلو اوښکو لیکلې عریضې لیږو او د خپلو لېمو د څاڅکو د مرغلرو امیل یوازې ستا مهربانه دربار ته لیږو او یوازې ته زموږ د ارماني زړونو د غوټو د سپړلو توان لرې.
لوی خدایه! ته ښه خبر یې چې موږ هم ستا د نورو بندګانو په څیر انسانان یو، ستا عبادت، ستا په دین همت، ستا ثنا او ستا صفت خپل ویاړ ګڼو. ته خو ښه پوهیږې چې موږ هغه ځوریدلې پرګنې یو چې له دریو لسیزو څخه زیات د ناتار د غمونو او دردونو په لمبو کې سوزو.
الهي نور له موږ څخه دا د سپيرو غمونو بلاوې و شړه، د خپل نور په رحمت مو د ژوند هیلې سمسورې کړه او د خپلې ځانګړې خواخوږۍ تر پلوشو لاندې راته د سوله ایز او پوهنیز ژوند زمینه برابره کړه.
د سپينو ستورو ذوالجلاله! زموږ د نوي کال 12 میاشتو ته هراړخیزه نیکمرغي، 52 اونیو ته یې ځانګړې خوښي، 365 ورځو ته یې ځلیدونکې روښنايي، 52,600 دقیقو ته یې سمسوره ښکلا، او 3,153,600 ثانیو ته یې سوله، سوله او یوازې سوله په برخه کړې.
د ګلونو خمار
د ښایست هسکه چناره پسرلی شو
د وصال لویه مالیاره پسرلی شو
د ښکلا هنر له ګردې نړۍ تاو شو
په ګلپاڼو کې رویباره پسرلی شو
د زرغونو پیمانو هستي یې راوړه
د سندرو له سیتاره پسرلی شو
څانګې مستې شوې د میو په نشه کې
په نڅاوو کې ګلزاره پسرلی شو
په شیبو، شیبو بارانه ورته راشه
ستا په څاڅکو کې نګاره پسرلی شو
په دې تږو لوړو څوکو نغمې کیږده
د غاټولو له سینګاره پسرلی شو
ځه د ګلو په خمار مینه کړو ماته
احمدي لاس راکړه یاره پسرلی شو
نوی ۱۳۹۱ هجري لمریز کال مو مبارک شه