کور / تازه خبرونه / فرانسه : یوه نامعلوم کس څلور تنه په ډزو وویشتل

فرانسه : یوه نامعلوم کس څلور تنه په ډزو وویشتل

د فرانسې د تولوس نومي ښار په شمال-ختيځ کي يوه تن د یهودي ښوونځۍ یو استاد او ۳ ماشومان په ډزو سره ووژل .

راپورونه لیکي چي پر “اوزار هاتوراه” نومي ښوونځۍ د ډزو کولو له امله یو بل ماشوم هم سخت زخمي سوئ دئ .

ویل کیږي چي قاتل تر ډزو وروسته پر موټرسایکل په تښته بریالی سو . دغه راز خبرونه زیاتوي چي تېره اونۍ هم د فرانسې په دغه سیمه کي بل تن درې عسکره له منځه یووړل، خو پولیس يې په نیولو بریالي نه سول .
د پولیسو په وینا د پيښي په اړه څېړني دوام لري او زیاتوي چي د ننني ورځي قاتل د تيري پيښي په څېر د 45 calibre نومي توپنچې څخه استفاده کړې ده .
د پيښي اړوندي څېړني ته د نږدو سرچينو له مخي ښوونځۍ ته د داخليدو په شاوخوا کي د کېمرو له برکته د قاتل د موټرسایکل نمبر پلېټ کشف سوئ دئ .

تر پيښي وروسته د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي سمدستي هماغه سیمي ته سفر کړئ; نوموړي پېښه یوه “ملي تراژیدي” بللې او په خپله وینا کي يې دا هم واضح کړه چي یوازي یهودي ټولنه په دې غم اخته نه ده، بلکي دا د ټولي فرانسي لپاره یو غم دئ .

د یادوني وړ ده چي په اوسنیو ورځو کي د فرانسې د ولسمشرۍ لپاره نوماندان ځانونه چمتو کوي، خو نوموړو د ذکر سوي پيښي له امله د موقت وخت لپاره خپل کمپاینونه بند کړل .

راپورونه زیاتوي چي د دوشنبې پېښه د ۱۹۸۲ز کال راهیسي په فرانسه کي پر یهودیانو تر ټولو مرګونې پېښه ده . په ۱۹۸۲ز کال کي د فرانسې د پلازميني (پاریس) په یوه رستورانت کي د ډزو له امله شپږو تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ او ۲۲ نور زخمیان سول .